افغان حکومت د داعش پر ضد نړیوال ایتلاف د بهرنیو چارو وزیرانو د ګډې اعلامیې هر کلی وکړ.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه غونډه پرون دوشنبې د چنګاښ ۷ مه د ایټالیا روم ښار کې جوړه شوې وه او په کې د داعش د (خراسان څانګې) پر ضد د افغان حکومت د هڅو ستاینه شوې ده.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، افغان دولت د دې ناستې د پایلو د هرکلي ترڅنګ د نړیوال تروریزم په وړاندې مبارزې ته ژمن دی.
د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې ویل شوي افغان دولت یو ځل بیا په دغه برخه کې پر هر اړخیزه، سیمه ییزه او نړیواله مبارزه ټینګار کوي.
خبرپانه کې ویل شوي، د دغه نړیوال ایتلاف په اعلامیه کې د داعش پر ضد پر پراخې او هر اړخیزې مبارزې ټینګار شوی دی.
جمهورخبري آژانس:کابل