۰
سرچینې:

انس حقاني او دوه ملګري یې قطر ته رسېدلي دي

چهارشنبه ۲۲ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۰۱
ځینو سرچینو تایید کړې، چې انس حقاني او دوه نور مهم طالب مشران تېره شپه د بګرام له زندان څخه خوشي او قطر ته رسېدلي دي.
انس حقاني او دوه ملګري یې قطر ته رسېدلي دي
ځینو سرچینو تایید کړې، چې انس حقاني او دوه نور مهم طالب مشران تېره شپه د بګرام له زندان څخه خوشي او قطر ته رسېدلي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې انس حقاني، حاجي مالي خان او حافظ رشید چې د طالبانو درې مهم غړي دي، پرون ولسمشر غني په رسمي ډول اعلان وکړ، چې له بند څخه به خوشي شي.

ولسمشر غني و ویل، چې دغه کسان، باور رامنځ ته کولو، د سولې مخامخ خبرو د پیل، تاوتریخوالي د کمولو او دغه راز د دوه امریکايي استادانو سره چې د طالبانو په بند کې د بشري خواخوږۍ په موخه له بنده په مشروط ډول آزادوي.

ښاغلي غني زیاته کړه، چې دغه کسان د نړیوالو شریکانو او په ځانګړي ډول له امریکا سره په مشوره په دې شرط له بنده شوي کوي، چې خوشي کېدل به یې د دښمن د لیکو او بریدونو د قوت سبب نه ګرځي.

ولسمشر دا ونه ویل، چې یاد کسان په څه وخت خوشي شي، خو ځینو سرچینو رسنیو ته تایید کړې، چې انس حقاني او دوه نور ملګري یې تېره شپه د بګرام زندان څخه ایستل شوي او نامعلوم لوري ته وړل شوي دي.

په ورته وخت کې په قطر کې د افغان طالبانو سرچینې وايي، د انس حقاني په ګډ‌ون د دې ډلې درې غړي، چې پرون د ولسمشر غني په حکم له بګرام محبس څخه خوشي شوي وو، دوحې ته رسېدلي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي