۰
انس حقاني:

سولې ته هیلې ډېرې شوې، تمه ده روانه جګړه ژر تر ژره ختمه شي

چهارشنبه ۱۳ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۲۳
د افغان حکومت له زندانه آزاد شوی او د طالبانو د قطر د سیاسي دفتر نوی غړی انس حقاني وايي، هیله لري، چې په افغانستان کې روانه جګړه ژر تر ژره ودرېږي او سوله ټینګه شي.
سولې ته هیلې ډېرې شوې، تمه ده روانه جګړه ژر تر ژره ختمه شي
د افغان حکومت له زندانه آزاد شوی او د طالبانو د قطر د سیاسي دفتر نوی غړی انس حقاني وايي، هیله لري، چې په افغانستان کې روانه جګړه ژر تر ژره ودرېږي او سوله ټینګه شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې انس حقاني دغه څرګندونې له زندان څخه تر ازادېدو او قطر ته تر رسېدو وروسته په خپله لومړۍ تازه مرکه کې کړې دي.

نوموړي په دغه مرکه کې ټینګار کړی، چې تمه لري، ژر تر ژره په افغانستان کې سوله تامین او  روانه جګړه پای ته ورسېږي.

هغه ویلي، چې د خپلو مشرانو په لارښوونه دی هم د مذاکراتي ټیم غړی ټاکل شوی او د سولې لپاره به کار کوي، تر څو په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو حضور پای ته ورسېږي او روانه جګړه پای ومومي.

په ورته وخت کې انس حقاني دا هم ویلي، چې له زندانیانو سره ښه چلند کولی شي د سولې په برخه کې مثبت تمام شي او دواړه لوري باید له زندانیانو سره ښه چلند وکړي.

نوموړي ټينګار کړی، چې دواړه لوري باید د زندانیانو بشري حقونه پر ځای کړي او د تبادلې لړۍ دوامداره ساتل به ټول اړخونه سولې ته نږدې کړي.

انس حقاني ویلي دا مهال د ټولو سیاسي اړخونو تر منځ باور جوړ شوی دی او سولې ته هیلې ډېرې شوې دي.

د یادونې ده، چې انس حقاني او د طالبانو دوه نور مهم مشران څه موده وړاندې په افغانستان کې د امریکايي پوهنتون له دوه استادانو سره، چې د طالبانو سره برمته وو، تبادله او له زندان څخه آزاد شول.

د انس حقاني، حاجي مالي خان او  حافظ عبدالرشید د خوشي کېدو اعلان افغان ولسمشر محمد اشرف غني وکړ او ویې  ویل، چې  دغه کار د سولې لپاره د باور فضا د رامنځ ته کولو، تاوتریخوالي د کمولو، د سولې د مخامخ خبرو او بشري خواخوږۍ له مخې کوي.

ولسمشر له دغه اعلان یوه ورځ وروسته که څه هم د طالب زندانیانو او امریکايي استادانو تبادله وځنډېده، خو څو ورځې وروسته طالب زندانیان له بګرام زندان څخه خوشي او قطر ته ورسېدل او د امریکایي پوهنتون استادان هم  د زابل په نوبهار ولسوالۍ کې امریکايي لوري ته وسپارل شول.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي