۰
د طالبانو زندانیانو خوشي کېدو ته د سیاسي شنوونکي غبرګون:

ښکاري طالبانو له حکومت سره خبرو ته تن ورکړی او مذاکرات پیل شي

سی شنبه ۲۸ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۳۶
سیاسي شنوونکي له دوه امریکایي استادانو په بدل کې د درې مهم طالب زندانیانو خوشي کېدو ته په اشارې وایي، داسې ښکاري، چې طالبانو له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته تن ورکړی دی.
ښکاري طالبانو له حکومت سره خبرو ته تن ورکړی او مذاکرات پیل شي
سیاسي شنوونکي له دوه امریکایي استادانو په بدل کې د درې مهم طالب زندانیانو خوشي کېدو ته په اشارې وایي، داسې ښکاري، چې طالبانو له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته تن ورکړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې انس حقاني، حاجي مالي خان او حافظ عبدالرشید پرون دوشنبې د لړم ۲۷ مه د بګرام له زندان څخه خوشي شوي، او طالبانو ته نېږدې سرچینې وایي، قطر ته رسېدلي او سیاسي دفتر ته سپارل شوي دي.

په ورته وخت کې امریکايي نیویارک ټایمز ورځپاڼې خبر ورکړی، چې له طالبانو سره د امریکایي پوهنتون دوه برمته استادان هم نن سه شنبې د لړم ۲۸ مه خوشي شوي دي.

دغه ورځپاڼې د یوه امریکایي چارواکي له قوله، چې نوم یې نه دی په داګه کړی ویلي، د امریکایي پوهنتون دوه استادان له درې کلن بند وروسته د طالبانو له زندان څخه راخوشي شوي دي، خو دا یې نه دي ویلي، چې دغه تبادله چېرته او په څه ډول تر سره شوې.

همدې ته په اشارې د سیاسي چارو شنوونکي وایي، داسې ښکاري، چې طالبانو له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته زده ښه کړی دی.

د سیاسي چارو کارپوه او د کابل پوهنتون استاد ودیر صافي جمهور خبري آژانس ته و ویل«له قراینو داسې ښکاري، چې طالبانو مخامخ خبرو ته تن ورکړی او ښايي دغه خبرې
د سیاسي چارو کارپوه او د کابل پوهنتون استاد ودیر صافي جمهور خبري آژانس ته و ویل«له قراینو داسې ښکاري، چې طالبانو مخامخ خبرو ته تن ورکړی او ښايي دغه خبرې ډېر ژر پیل شي.»
ډېر ژر پیل شي.»

ښاغلي صافي تمه وښوده چې دغه تبادله به د سولې مخامخ خبرو د پیل او په افغانستان کې د یوې پایداره او باعزته سولې د رامنځ ته کېدو سبب شي.

خو بل خوا طالبانو ته ځینې نېږدې سرچینې او پخواني طالب چارواکي وایي، فکر نه کوی، چې طالبانو دې له افغان حکومت سره د مخامخ مذاکراتو پیلول قبول کړي وي.

پخواني طالب چارواکي سید اکبر آغا جمهور خبري آژانس سره خبرو کې و ویل دا چې طالبانو وړاندې له دې په وار وار ویلي څو له امریکایانو سره کړې موافقته نامه لاسلیک شوې نه وي بین الاافغاني خبرې نه کوي، فکر نه کوي، چې طالبان د له حکومت سره مخامخ خبرې پیل کړي.

نوموړي زیاته کړه، هغه معلومات چې دی لري دا دي، چې درې طالب زندانیان د دوه امریکایي استادانو په بدل کې خوشي شوي او په دې منځ کې نور هېڅ ډول ژمنې امریکا او افغان حکومت ته نه دي ورکړل شوي.

دا په داسې حال کې ده، چې د انس حقاني او ملګرو د خوشي کېدو په اړه ولسمشر غني د امریکا له بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو او ملي امنیت شورا له سلاکار رابرت اوبراین سره هم تلېفوني خبرې کړې دي.

د ارګ نه خپره شوې خبرپاڼه وایي، پمپيو په خپلو خبرو کې په دې اړه ویلي، که طالبان نرمي ونه ښيي او تاوتریخوالي ته زور ورکړي، نو امریکا له افغان حکومت سره په ګډه د طالبانو پر وړاندې له شدت څخه کار واخلي.

د ولسمشر غني او امریکایي چارواکو له تلېفوني اړیکې او د پمپیو له دې ګواښ داسې ښکاري، چې طالبانو د خپلو دریو بندیانو په بدل کې د دوه امریکایي استادانو د خوشي کېدو سربېره ځینې نورې ژمنې هم ښايي کړې وي.

جمهورخبري آژانس:محمد رقیب فیاض
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي