۰

ایران کې ترافیکي ۵۲ افغانانو ته مرګ ژوبله اړولې ده

پنجشنبه ۲۳ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۱۸
افغان چارواکي وایي، ایران کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۵۲ افغان مسافرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
ایران کې ترافیکي ۵۲ افغانانو ته مرګ ژوبله اړولې ده
افغان چارواکي وایي، ایران کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۵۲ افغان مسافرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پېښه تېره شپه (د لړم ۲۲مه) د ایران د سراوان او خاش په نوم سیمو تر منځ پېښه شوې.

د افغانستان د کډوالو چارو وزارت وايي، پېښه هغه مهال رامنځ ته شوې، چې دوه مسافر وړونکو ټویټا موټرو یو له بل سره ټکر کړی دی.

د کډوالو چارو وزارت ویاند عبدالباسط انصاري زیاتوي، چې په دغه ترافیکي پېښه کې ۲۴ افغان مسافر وژل شوي او ۲۸ نور ټپیان شوي دي.

د هغه په وینا ټپي شوي افغان مسافر د درملنې په موخه د سروان او خاش روغتونو ته لېږدول شوي دي.

 کډوالو چارو وزارت ویاند زیاتوي، چې په پېښه کې څلور ایراني وګړي، چې دوه تنه یې موټر چلوونکي و هم وژل شوي دي.

د انصاري په وینا وژل شوي او ټپیان ټول هغه مسافر دي، چې قانوني اسناد او مدارک یې نه درلودل او غوښتل یې ایران ته د مزدوری لپاره ولاړ شي.

په ایران کې افغان سفارت هم پېښه تایید کړې وایي، د څېړنې لباره یې کارکوونکي سیمې ته لېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي