۰
رولا غني:

خلیزاد افغان حکومت ته لیکلي اسناد نه دي ورکړي، موږ نه پوهېږو، چې د سولې مذاکراتو کې پر څه بحث شوی

یکشنبه ۲۶ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۱۶
د هېواد لومړۍ مېرمن بي بي ګل رولا غني ویلي، د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې مذاکراتو په جریان کې زلمي خلیلزاد افغان حکومت ته لیکلي اسناد نه دي ورکړي.
خلیزاد افغان حکومت ته لیکلي اسناد نه دي ورکړي، موږ نه پوهېږو، چې د سولې مذاکراتو کې پر څه بحث شوی
د هېواد لومړۍ مېرمن بي بي ګل رولا غني ویلي، د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې مذاکراتو په جریان کې زلمي خلیلزاد افغان حکومت ته لیکلي اسناد نه دي ورکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې مېرمن غني دغه څرګندونې وړمه ورځ (جمعه د لړم ۲۴مه) په واشنګټن کې د نړیوالو او ستراتیژیکو اړیکو په مرکز کې کړې دي او زیاته کړې یې ده، دوی نه پوهېږي، چې د سولې مذاکراتو کې پر څه بحث شوی دی.

مېرمن غني ویلي« په مارچ کې موږ پوه شو چې امریکا له طالبانو سره په دوحه کې مذاکرات کوي، موږ ته یې مخکې په دې هکله څه ویلي نه وو، "استازي" چې د دوحې او کابل ترمنځ تګ راتګ کاوه، تمه وه څه چې کوي موږ ته یې ووايي، معلومات یې راکړي خو هېڅکله یې لیکلی رپوټ نه دی ورکړی، هېڅکله واضح نه وه چې پر څه یې خبرې کړې دي»

نوموړې دا هم و ویل، چې د افغانستان د وضعیت په اړه ډول ډول خبرونه خپرېږي، چې په وینا یې دا سم نه دي او دا هم سمه نه ده، چې ګڼې طالبان پر نیم افغانستان کنټرول لري.

د هېواد لومړۍ مېرمن وايي، په افغانستان کې ټولې ۳۶۴ ولسوالۍ دي، چې یوازې ۱۲ کې یې طالبان حاکم دي او دا په دې مانا نه ده، چې طالبان پر نیم افغانستان کنټرول لري.

مېرمن غني د مسکو او دوحې بین الاافغاني ناستو ته هم اشاره کړې ویلي یې دی، چې په دې غونډو کې د افغانستان د ټولو خلکو استازو ګډون نه درلو او نه د سولې په هلکه خبرې نه بلکې دا خبرې سیاسي معامله وه.

هغې دا هم و ویل، چې د ښځو په هلکه د طالبانو مفکوره بدله شوې نه ده او هغوی لا هم ښځې ناقص الاعقله بولي.

د هېواد لومړۍ مېرمنې ټینګار کړی، چې افغان حکومت سوله غواړي، خو په وینا یې لا معلومه نه ده، چې څنګه به دا سوله تر لاسه کېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي