د چین د دولت په تازه افشا شویو اسنادو کې دغه هېواد ولسمشر له افغانستان څخه د امریکایي سرتېرو د وتلو او په افغانستان کې د یاغي ګرۍ د پراخېدو په اړه اندېښنه او ډار څرګند کړی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه اسناد نیویارک ټایمز ورځپانې په ۴۰۳ درې پاڼو کې خپاره کړي او د چین د ولسمشر شي جینپینګ له قوله یې لیکلي، چې د چین په شین ژیانګ کې د سخت دریځۍ او یاغیگرۍ سرچینه افغانستان او سوریه دي.
د دغو اسنادو زیاته منځپانګه کې د ولسمشر جینپینګ ویناوې او سپارښتنې دي چې چینايي مقاماتو ته یې شینژیانگ ته د سفر په ترڅ او وروسته له هغې کړي دي.
نیویارک ټایمز وايي، دغه اسناد د "چین د سیاسي دستگاه یو غړي" بربنډ کړي، خو د منبع په اړه یې زیات جزییات ندي ورکړي.
د چین ولسمشر په دغه اسنادو کې ویلي، د افغانستان نه د امریکایي سرتېرو له وتلو وروسته په دغه هېواد او پاکستان کې مېشت تروریستي سازمانونه سمدستي په مرکزي اسیا کې نفوذ کولای شي.
دغه راز ښاغلي شی جینپینګ دا هم ویلي، د ختیځ ترکستان ترهګر چې په افغانستان او سوریه کې یې د جګړې عملي زده کړې کړې دي هر وخت کولی شي په شین ژیانګ کې ترهګریز بریدونه وکړي.
جمهورخبري آژانس:کابل