۰

چین: له افغانستان سره همکاریو او مرستې ته ژمن یو

پنجشنبه ۷ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۲۰
په ملګرو ملتونو کې د چین دایمي استازي ژانګ جون وايي، هېواد یې له افغانستان سره په بېلو برخو کې همکاریو او مرستو ته ژمن دي.
چین: له افغانستان سره همکاریو او مرستې ته ژمن یو
په ملګرو ملتونو کې د چین دایمي استازي ژانګ جون وايي، هېواد یې له افغانستان سره په بېلو برخو کې همکاریو او مرستو ته ژمن دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي جون دغه څرګندونې د ملګرو ملتونو په اسامبله کې د افغانستان په اړه غونډه کې کړې دي.

نوموړي زیاته کړې، چین په دې لټه کې دي چې په افغانستان کې اوږده جګړه پای ته ورسېږي او دغه هېواد ته دایمي ثبات راشي.

د هغه په وینا چین د افغانستان دایمي پرمختګ ته ژمن دی او دې ته لېواله دی چې په خپلو سیمه ییزو لویو پروژو کې افغانستان شریک کړي.

په ملګرو ملتونو کې د چین دایمي استازي دا هم ویلي چې چین د افغانستان د سولې په پروسه کې همکار دی او د بین الافغاني مذاکراتو د پيلدو لپاره هڅه کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي