۰

د ټرمپ څرګندونو ته د طالبانو غبرګون: لومړی توافق وروسته به اوربند کوو

شنبی ۹ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۳۲
طالبانو د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغه څرګندونو ته چې د بګرام هوايي اډه کې یې وکړې غبرګون کې ویلي، چې لومړی باید د امریکا او طالبانو تر منځ مخکنۍ توافق پاڼه لاسلیک شي او وروسته به دواړه لوري په فوري توګه اوربند وکړي
د ټرمپ څرګندونو ته د طالبانو غبرګون: لومړی توافق وروسته به اوربند کوو
طالبانو د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغه څرګندونو ته چې د بګرام هوايي اډه کې یې وکړې غبرګون کې ویلي، چې لومړی باید د امریکا او طالبانو تر منځ مخکنۍ توافق پاڼه لاسلیک شي او وروسته به دواړه لوري په فوري توګه اوربند وکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې څرګند شي، بي بي سي ته ویلي د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې توافق لیک مخکې نهايي شوی او په دې کې اوربند هم یوه برخه وو.

دغه سرچینې دا هم ویلي، چې د افغان ځواکونو سره د اوربند په تړاو به په بین الافغاني خبرو کې بحث وشي.

ټرمپ د تېرې پنشنبې په شپه په ناڅاپي سفر افغانستان ته راغی او د بګرام په پوځي اډه کې یې له خپلو ځواکونو سره ولیدلي.

هغه په خپلو خبرو کې له طالبانو سره د سولې د تواق او اوربند لپاره چمتوالی وښود او ټینګار یې وکړ، چې که طالبان سوله غواړي لومړی باید اوربند وکړي.

ټرمپ و ویل«طالبان غواړي، چې یو توافق تر لاسه شي، موږ هم په دقت سره ګورو چې آیا هغوی غواړي، چې توافق وشي، خو که توافق کېږي باید واقعي وي، خو موږ باید انتظار وباسو.»

خو د طالب سرچینې په وینا ټرمپ به دغه خبرو کې ونه ویل، چې له طالبانو سره خبرې په رسمي ډول پیل شوې او دغه راز یې اوربند هم د مخکني شرط په توګه نه دی مطرح کړی.

نوموړي و ویل، که د طالبانو او امریکایي استازو منځ قطر کې خبرې شوې وي، دا رسمي خبرې نه دي.

په ورته وخت کې سپینه ماڼۍ وايي، ولسمشر ټرمپ د بګرام پوځي اډه کې دا هم ویلي، چې افغانستان کې به د خپلو ځواکونو شمېر راکم کړي، خو دا چې څومره سرتېري به افغانستان کې وساتي کره شمېره یې نه ده په داګه کړې.

د یادونې ده، چې د ټرمپ له راتګ سره سم افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم د بګرام پوځي اډې ته ورغلی او د ټرمپ هرکلی یې وکړ.

ارګ وایي، په دغه لیدنه کې دواړو لورو ټینګار پر دې وکړ، چې که طالبان په رښتیا هم د سولې توافق غواړي، نو لومړی باید اوربند اعلان کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي