۰

کابل کې د طالبانو یو مهم او کلیدي غړی نیول شوی دی

یکشنبه ۱۰ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۲۱
کورنیو چارو وزارت پلازمېنه کابل کې د وسله والو طالبانو د یوه مهم او کلیدي غړي د نیول کېدو خبر ورکړی دی.
کابل کې د طالبانو یو مهم او کلیدي غړی نیول شوی دی
کورنیو چارو وزارت پلازمېنه کابل کې د وسله والو طالبانو د یوه مهم او کلیدي غړي د نیول کېدو خبر ورکړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې کورنیو چارو وزارت نن یکشنبې د لیندۍ ۱۰ مه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د طالبانو دغه مهم غړي د ښار د پنځمې امنیتي حوزې اړونده سیمه کې نیول شوی دی.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، د پولیسو ځانګړو ځواکونو تېره شپه د یادې حوزې اړوند سیمه کې عملیات کړي، چې پر مهال یې دغه مهم طالب ډل مشر نیول شوی دی.

خبرپانه کې د یاد کس د هویت په اړه څه نه دي ویل شوي، خو وایي، نوموړي په غزني کې په څو بریدونو او د دولتي کارکوونکو په ترور کې لاس درلود.

کورنیو چارو وزارت زیاته کړې، چې نیول شوی کس د همدې هدف د تر سره کولو لپاره په دې وروستیو کې کابل ته راغلی و، خو د پولیسو له خوا هدف ته تر رسېدو وړاندې ونیول شو.

وزارت پر داسې مهال پلازمېنه کابل په ځانګړې ډول د پنځمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې د طالبانو د یوه مهم کس د نیولو خبر ورکوي، چې په دې وروستیو کې په دغه سیمه کې د دولتي کارکوونکو ترور زیات شوی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي