۰
د امریکا پخوانی سفیر:

د مخکني افغان حکومت د سقوط تمه مو نه لرله

پنجشنبه ۲۵ حمل ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۱۷
کابل کې د امریکا پخواني سفیر راس ویلسن ديپلوماتان وایي، د افغانستان د اوسني وضعیت تر ټولو ستر لامل د سولې پر هڅو او سوله ییز لېږد د پخواني حکومت عمل نه کول وو.
د مخکني افغان حکومت د سقوط تمه مو نه لرله
کابل کې د امریکا پخواني سفیر راس ویلسن ديپلوماتان وایي، د افغانستان د اوسني وضعیت تر ټولو ستر لامل د سولې پر هڅو او سوله ییز لېږد د پخواني حکومت عمل نه کول وو.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ویلسن چې د سقوط تر مهال یې دا دنده سرته رسوله زیاته کړې، دوی تمه لرله چې په افغانستان کې به یو مشترک حکومت رامنځ ته شي، دا پروسه به سوله ییزه وي.

خو په وینا یې هغه څه چې تر سقوط مخکې په وروستیو اونیو کې په کابل او شاوخوا ولایتونو کې ترسره شول دوی یې حیران کړل.

نوموړي ویلي، دوی د دې تمه نه لرله چې پخوانی حکومت به سقوط کوي او هر څه به مقابل لوري ته سپاري، نو له همدې امله امریکا او متحدینو یې پر بندیزونو لاس پورې کړ.

دغه پخواني امریکايي دیپلوماتت زیاته کړې، د همدې مسئلې له امله د تخلیې په ماموریت کې ناورین رامنځ ته شو، چې ټوله نړۍ یې ولړزوله.

ویلسن وايي، د افغانستان له نوي حکومت سره لا هم د امریکا د اړیکو واضح تعریف نشته دی خو دغه لوري ته په کار ده چې نړیوالو اصولو ته درناوی ولري او د نړیوالې ټولنې غوښتنې ومني.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي