کابل کې د پاکستان سفیر منصور احمد خان په تازه څرګندونو کې ویلي، دوی به د طالبانو حکومت تر هغې په رسمیت ونه پېژني، تر چې نړیوالې ټولنې په دې اړه پرېکړه نه وي کړې.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې نوموړي کلکه چې په سیمه او نړیواله ټولنه کې د رسمیت پېژندلو په هکله همغږي وي، هله ممکنه ده، چې د افغانستان ګاونډیان په دې اړه راټول او سلا مشورې پرې وکړي.
په ورته وخت کې ده ویلي د افغانستان ۴۵ کلنې بې ثباتۍ د پای ته رسېدو لپاره اړینه ده، چې د سیمې سیاسي لوبغاړي او نړیواله ټولنه ګډې هڅې وکړي.
د هغه په وینا دا هڅې باید په افغانستان کې د سیاسي قوتونو ترمنځ له دیالوګ سره ملګرې وي او داسې یو ټول شموله حکومت رامنځ ته شي، چې د ټولو حقونه تضمین کاندي.
د پاکستان سفیر ویلي، د افغانستان بې ثباتي د پاکستان په زیان او ثبات یې د پاکستان په ګټه دی نو ځکه دا ادعاوې ردوي، چې ګڼې اسلام آباد د کابل په چارو کې مداخله کوي.
جمهورخبري آژانس:کابل