کورنیو چارو و زارت وايي، افغان ځانګړو ځواکونو په خوست ولایت کې د حقاني شبکې د وسلو او مهماتو درې لویې زېرمې کشف او له منځه وړې دي.
د جمهورخبري آژانس د خبر له مخې کورنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، افغان ځانګړو ځواکونو نن دوشنبې د لیندۍ ۱۱ مه د خوست ولایت په سپېرې ولسوالۍ کې یو لړ ګډ چاڼیز عملیات کړي دي.
سرچینه زیاتوی، چې د دغه عملیاتو په ترڅ کې د حقاني شبکې اړوند د وسلو او مهماتو درې زېرمې کشف او له منځه وړل شوې دي.
خبرپاڼه کې راغلي، د عملیاتو پر مهال د حقاني شبکې یو شمېر هغه جنګیالي هم ژوندي نیول شوي، چې په سیمه کې به یې له خلکو عشر او زکات ټولولو.
دا په داسې حال کې ده، چې افغان ځواکونو وړمه شپه د لوګر په خروار او کندوز ولایتونو کې هم د وسله والو طالبانو د وسلو او مهماتو لویې زېرمې کشف او له منځه وړې وې.
جمهورخبري آژانس:کابل