۰

کابل کې پولیسو له ځانمرګو واسکټونو ډک موټر نیولی دی

چهارشنبه ۲۰ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۳۰
کورنیو چارو وزارت وايي، پولیسو پلازمېنه کابل کې د ځانمرګو واسکټونو، وسلو او مهماتو یو ډک موټر کشف او نیولی دی.
کابل کې پولیسو له ځانمرګو واسکټونو ډک موټر نیولی دی
کورنیو چارو وزارت وايي، پولیسو پلازمېنه کابل کې د ځانمرګو واسکټونو، وسلو او مهماتو یو ډک موټر کشف او نیولی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه موټر د کابل ښار د نهمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې د پولیسو له خوا کشف او  نیول شوی دی.

د کورنیو چارو وازارت وايي، پولیسو پرون سه شنبې د لیندۍ ۱۹ مه ماښام مهال د نهمې ناحیې اړوند سیمه کې، یو ټونس موټر، چې په کې ځانمرګي واسکټونه، چاوېدونکي توکي او وسلې وې ونیوه.

سرچینه زیاتوي، چې په دغه موټر کې ۱۲ د ځانمرګو بریدونو واسکټونه، دوه میله کلاشنکوف، لاسي بمونه او نور نظامي تجهیزات د پولیسو لاس ته ورغلي دي.

کورنیو چارو وازرت وایي، د دغه موټر په نیولو سره کابل ښار کې د یوې خونړۍ پېښې د رامنځ ته کېدو مخنیوی وشو.

دا په داسې حال کې ده، چې پرون په ننګرهار کې هم د ملي امنیت له خوا یو موټر بم ځانمرګی هدف ته له رسېدو وړاندې نیول شوی وو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي