۰

خلیلزاد د افغان سولې په تړاو د خبرو لپاره اسلام آباد ته تللی دی

شنبی ۲۳ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۲۷
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد پر سوله د خبرو لپاره اسلام آباد ته تللی او له پاکستاني چارواکو سره یې لیدلي دي.
خلیلزاد د افغان سولې په تړاو د خبرو لپاره اسلام آباد ته تللی دی
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد پر سوله د خبرو لپاره اسلام آباد ته تللی او له پاکستاني چارواکو سره یې لیدلي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې خلیلزاد پرون جمعه د لیندۍ ۲۲ مه اسلام آباد ته تللی او د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي سره یې لیدلي دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، خلیلزاد او قریشي د افغانستان د سولې پر هڅو خبرې کړې دي.

خبرپاڼه د قریشي له قوله وايي، چې پاکستان به د افغانستان د سولې  هڅو تسهیل ته دوام ورکړي.

خلیلزاد پر داسې مهال اسلام آباد ته سفر کوي، چې قطر کې له طالبانو سره د سولې خبرې یې په بګرام هوايي اډه تر برید وروسته د لنډې مودې لپاره ودرولې.

د یادونې ده، چې د تېرې اوونۍ د شنبې نه تر پنشنبې پورې د قطر پلازمېنه دوحه کې د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې خبرې روانې وې، چې د ځینو سرچینو په وینا پرمختګ په کې شوی وو.

خو د همدې خبرو په دوام کې وسله والو طالبانو د بګرام په هوايي اډه موټر بم او ډلیز وسله وال برید وکړ، چې دوه تنه په کې و وژل شول او ۹۰ نور ټپیان شول.

د برید مسوولیت طالبانو واخیست خو یوه ورځ وروسته د امریکا د بهرنیو چارو وزارت و ویل، چې د همدې برید له امله یې د قطر خبرې ودرولې.

خلیلزاد ویلي و،  چې د دغه برید په اړه یې د طالبانو د قطر دفتر استازو ته خپل شدید عکس العمل ښودلی او د تاوتریخوالي د کمولو یې ورته ویلي دي.

خو په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین بیا په یوه ټوېټ کې ویلي، چې دغه خبرې د بګرام پر اډه د برید په تړاو نه بلکې د دې لپاره درول شوې، تر چې دواړه لوري له خپلو مشرتابه سره سلا مشورې  وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي