۰
سیداکبرآغا:

ښايي د سولې خبرې نن بیا پیل شي او طالبان د افغان حکومت سره دایمي اوربند ته تن ورکړي

دوشنبه ۲۵ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۵۴
طالبانو ته نېږدې او د سولې له مذاکراتو باخبره سرچینې وايي، کېدای شي د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې بیا پیل او طالبان له افغان حکومت سره تل پاتي اوربند ته غاړه ورکړي.
ښايي د سولې خبرې نن بیا پیل شي او طالبان د افغان حکومت سره دایمي اوربند ته تن ورکړي
طالبانو ته نېږدې او د سولې له مذاکراتو باخبره سرچینې وايي، کېدای شي د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې بیا پیل او طالبان له افغان حکومت سره تل پاتي اوربند ته غاړه ورکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د امریکا او طالبانو ترمنځ تېره یوه اوونۍ د قطر پلازمېنه کې د سولې مذاکرات وشول خو وروسته د لنډې مودې لپاره وځنډول شول.

ځینو راپورونو کې د دغه خبرو د ځنډ لامل د بګرام په پوځي اډه د طالبانو وروستی برید بلل شوی و خو وروسته دواړو لورو و ویل، چې خبرې یې له خپلو مشرانو سره د سلا مشورو په خاطر د لنډ وخت لپاره ځنډولې دي.

د دې خبرو له ځنډولو وروسته خلیلزاد اسلام آباد ته ولاړ او د دغه هېواد د پوځ له مشر جنرال باجوه او بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي سره یې ولیدل.

خو تر خبرو وروسته بېرته وړمه ورځ بېرته قطر ته تللی او اوس طالبانو ته ځینې نېږدې سرچینو وویل، ښايي د دواړو لورو ترمنځ مذاکرات بېرته پیل شي.

پخواني طالب چارواکي سید اکبرآغا جمهورخبري آژانس ته و ویل«ښايي د دواړو لورو ترمنځ د سولې خبرې تر لنډ ځنډ وروسته نن دوشنبې د لیندۍ ۲۵ مه بېرته پیل شي.»

نوموړي زیاته کړه، چې د دواړو لورو ترمنځ تېرو خبرو کې ښه پرمختګونه شوي، خو دواړه لوري د خپلو مشرانو سره سلا مشورو ته اړتیا درلوده، چې په تېرو څو ورځو کې دغه کار هم شوی دی.

سیداکبر آغا یو ځل بیا ټینګار وکړ، چې ښايي طالبان د افغان حکومت سره دایمي اروبند ته غاړه ورکړي او اوربند وکړي.

هغه پرون هم له جمهورآژانس سره خبرو کې ویلي و، چې طالب استازي له خپلو مشرانو سره د لنډ مهالي اوربند په اړه سلا مشورې کوي.

خو طالب ویاند سهیل شاهین د افغان حکومت سره د طالبانو د اوربند خبرې رد کړې او جمهور خبري آژانس ته یې په یوه لنډ پیغام کې و ویل«دا خبرې حقیقت نه لري.»

که څه طالبانو تر اوسه د اوربند په اړه خبرې په وار وار رد کړې، ولې ویل کېږي، چې له دغه ډلې سره د تېرې یوې اوونۍ په خبرو کې د خلیلزاد ټینګار، د تاوتریخوالي په کمولو، اوربند، او رسمي بین الاافغاني مذاکراتو پر پیل وو.

خلیلزاد اسلام آباد ته تر سفر او له لوړ پوړو پوځي او ملکي پاکستاني چارواکو سره تر خبرو وروسته هم په خپل ټوېټر لیکلي وو، چې د پاکستاني چارواکو سره یې  د افغانستان د سولې په اړه خبرې کړې دي.

هغه ویلي و، پاکستان په افغانستان کې د تاوتریخوالي د کموالي او بین الاافغاني خبرو په هڅو کې د اسانتیاو برابرولو ژمنه ورکړې ده.

جمهورخبري آژانس:محمد رقیب فیاض

 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي