۰

په تسلیم شویو داعشیانو کې ۲۷۷ تنه د پاکستان، ایران، هند، اردن، قزاقستان او چین وګړي دي

شنبی ۳۰ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۵:۰۴
د ملي امنیت سرچینې وایي، ننګرهار ولایت کې د تسلیم شویو داعشیانو په دله کې ۲۷۷ تنه د پاکستان، ایران، هند، اردن، قزاقستان او چین وګړي دي.
په تسلیم شویو داعشیانو کې ۲۷۷ تنه د پاکستان، ایران، هند، اردن، قزاقستان او چین وګړي دي
د ملي امنیت سرچینې وایي، ننګرهار ولایت کې د تسلیم شویو داعشیانو په دله کې ۲۷۷ تنه د پاکستان، ایران، هند، اردن، قزاقستان او چین وګړي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې  تسلیم شوي داعشیان چې ښځې او ماشومان هم ورسره وو، نن په کابل کې خبریالانو ته وښودل شول.

دغه داعشیان وروسته له هغې په ننګرهار کې افغان حکومت ته تسلیم شول، چې پر ضد یې د افغان ځواکونو له خوا ځپوونکي عملیات پیل شول.

د ځايي چارواکو په وینا په دغه دوه میاشتنیو عملیاتو کې کابو زر تنه داعشیان، چې ډېری یې ښځې او ماشومان و افغان ځواکونو ته تسلم شول.

د ننګرهار چارواکو هغه مهال ویل، چې د تسلیم شویو داعشیانو ښځې او ماشومان یې کابل ته لېږدولي دي.

د همدې په اساس نن شنبې د لیندۍ ۳۰ مه دغه داعشیان په کابل کې خبریالانو ته وښودل شول، چې ۷۵ په کې مېرمنې وې او له دوی سره ۱۵۹ ماشومان هم وو.

د ملي امنیت سرچینې وایي، دغه داعشیان ځکه کابل ته رالېږدول شوي، چې عدلي او قضايي ارګانونه یې د برخلیک په اړه پرېکړه وکړي.

تسلیم شوي داعشیان څه وايي:

په تسلیم شویو داعشیانو کې یوه هم ۳۰ کلنه ماریا، چې د هند د کجرات ایالت ده وايي، د تازه مسلمان شوي د یوه ملګري پر مټ له داعش سره اړیکه ټینګه کړه او وروسته ورسره یو ځای شول.

ماریا چې دوه ماشومان هم لري وایي، د داعش سره د یو ځای کېدو په خاطر په قانوني ډول لومړۍ ایران او بیا وروسته له هغه ځایه افغانستان ته راغله.

دا وايي، افغانستان ته په راتګ سره یې څلور کاله په ننګرهار ولایت کې له خپل داعشي مېړه سره تېر کړل او کاربار یې ورته کاوه.

په دغه تسلیم شویو داعشیانو کې یو بل تن چې له رسنیو سره یې خبرې وکړې، د چین د ایغور ایالت اوسېدونکی حامد دی وايي، چې له داعش سره د یو ځای کېدو په اړه ورته ځینو دوستانو مشوره ورکړې وه.

دی زیاتوي، چې ده هم د هغوی خبره ومنله او په قانوني ډول لومړۍ ترکیې، وروسته ایران او بیا افغانستان ته ولاړ او ننګرهار کې تورې  بوړې ته چې د داعش اصلي مرکز و ځان ورساوه.

خو بله تسلیم شوې داعشي مېرمن خدیجه بیا وایي، دا له ډېورنډ کرښې پورې غاړې د وزیرستان اوسېدونکې ده، چې څلور کاله وړاندې له قاچاقي لارې افغانستان ته له خپل مېړه سره یو ځای ننګرهار ته راغله.

امین دلنشین بل هغه تسلیم شوی داعشي دی، چې وايي، د ایران د ارومیه سیمې اوسېدونکی دی او د تیلګرام له لارې د ابو احمد ایرانی په نوم کس له خوا د داعش سره یو ځای کېدو ته وهڅول شو.

دی وایي له دغه کس سره تر اړیکې وروسته یې د داعش له خوا یو څه پیسې  تر لاسه او د جعلي افغاني پېژند پاڼې په تر لاسه کولو سره له تېرو پنځو میاشتو راهیسې د داعش سره یو ځای شوی دی.

نوموړي زیاته کړه، چې له داعش سره یې په تېرو پنځو میاشتو کې  یوازې ۱۰ زره پاکستانۍ کلدارۍ تر لاسه کړې، خو کله چې د داعش ډلې په ماهیت غوښتل یې  بېرته ایران ته ولاړ شي، خو له دې وېرې  چې داعشیان به یې ووژني  ځان افغان ځواکونو ته تسلیم کړ.

جمهورخبري آژانس:عبدالجلیل سروش
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي