۰

طالبانو د قاسم سلیماني وژل کېدل یوه ستره پېښه بللې ده

شنبی ۱۴ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۱۰
قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین د ایران د سپاه پاسداران د قدس څانګې د مشر سردار قاسم سلیماني وژل کېدل یوه ستره او لویه پېښه بللې ده.
طالبانو د قاسم سلیماني وژل کېدل یوه ستره پېښه بللې ده
قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین د ایران د سپاه پاسداران د قدس څانګې د مشر سردار قاسم سلیماني وژل کېدل یوه ستره او لویه پېښه بللې ده.

سهیل شاهین نن شنبې د مرغومي ۱۴ مه جمهور خبري آژانس ته و ویل، پرته له شکه د امریکا په لاس د قاسم سلیمانی شهادت یوه لویه واقعه ده.

هغه د دې پوښتنې په ځواب کې، چې د سلماني وژل کېدل به د افغان سولې پر مذاکراتو کوم اغېز ولري که نه جمهور خبري آژانس ته زیاته کړه، سره له دې چې د سلیماني شهادات یوه لویه پېښه ده، خو د افغانستان د سولې مذاکرات یوه ځانګړې پروسه ده.

نوموړي زیاته کړه، چې د افغانستان د سولې پروسه د اسلامي امارت د پالیسۍ پر بنسټ د افغانستان د اشغال د سوله ییز حل لپاره جوړه شوې او په راتلونکې کې به هم همدا پالیسي مخ ته وړل کېږي.

د یادونې ده، چې د ایران د سپاه پاسداران د څانګې مشر سردار قاسم سلیماني پرون جمعه د عراق پلازمېنې بغداد هوايي ډګر ته نېږدې د امریکا په یوه هوايي برید کې و وژل شو.

راپورونه وايي، له سلیماني سره یو ځای ۹ نور لوړ پوړي قوماندانان هم وژل شوي او د دغه برید امر د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ورکړی وو.

د ایران مذهبي مشر ایت الله خامنه یي د سلیماني وژل کېدو ته سخت غبرګون ښودلی ویلي، یې دي، چې هرومرو به یې غچ اخلي او لار به یې دوام لري.

نوموړي د سلمیاني د وژل کېدو له امله په ایران کې درې ورځې ملي ماتم اعلان کړی دی.

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ، اجرائیه ریاست، پخواني ولسمشر حامد کرزي،د ملي امنیت شورا پخواني سلاکار محمد حنیف اتمر، د ولسشمرۍ نوماند عبدالطیف پدرام، جمعیت، حزب وحدت مردم افغانستان ګوندونو او یو شمېر افغان سیاسیون هم د سلیماني وژل کېدو ته غبرګونونه ښودلي دي.

ارګ هیله ښودلې، چې ایران او امریکا به د تاوتریخوالي د زیاتېدو مخنیوی وکړي او اختلافونه به د خبرو اترو له لارې حل کړي.

د ارګ نه خپره شوې خبرپاڼه وايي، ولسمشر غني د امریکا له بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو سره تلېفوني خبرو کې ټینګار کړي، چې د امریکا د متحده ایالاتو سره د امنیتي تړون په اساس په هېڅ حالت کې د هېڅ یو بهرني هیواد پر ضد د افغانستان د خاورې نشي کارېدلی.

ولسمشر غني ویلي، کابل په سیمه کې پرمختګونه له نږدې تعقیبوي او د سیمې او نړۍ له ټولو هیوادونو سره د دوه اړخیزو او څو اړخیزو اړیکو ټینګښت او پراختیا ته ژمن دی.

په ورته وخت کې افغان اجرائیه رییس عبدالله عبدالله هم پر خپله فسبوک پاڼه لیکلي«د سردار سلیماني او د هغه سره د مل کسانو مړینه" باندې متاسف دی او د سلیماني کورنۍ، حکومت او د ایران خلکو ته یې تسلیت ویلي دی.»

ښاغلي عبدالله زیاته کړې، چې ایران تل د افغانانو تر څنگ ولاړ دی او د افغانستان ملاتړ یې کړی دی او د امریکا هم د افغانستان ستراتیژیک متحد دی چې د نژدې دوو لسیزو راهیسې د ترهگرۍ سره په مبارزه، د ثبات په ټینگیدو، حکومتدارۍ او بیارغونه کې یې د افغانانو سره مرسته کړې ده.

هغه وايي، افغانستان د ترهګرۍ او خشونت د یو قرباني په حیث په سیمه ییزه او بین المللي اړیکو کې د تاوتریخوالي نه د ډډې کولو غوښتونکی دی او هیله من دی چې وروستۍ پیښې په افغانستان کې زمونږ د هیواد د دوستانو او متحدانو په وضعیبت باندې اثر ونه کړي.

پخواني ولسمشر حامد کرزي هم قاسم سلیماني په وژل کېدو سخته خواشني ښودلې او د هغه وژنه یې محکومه کړې ده.

د حامد کرزي دفتر په یوه اعلامیه کې یې د امریکا دغه اقدام د بین المللي اوصولو او موازینو، د سیمې د ثبت او سولې خلاف بلی دی.

ښاغلي کرزي د ایران د دولت او ولس سره د خواخوږۍ په ترڅ کې قاسم سلیماني "با وقاره او په افغانستان د سولې او ثبات غوښتونکی شخصیت ګڼلی دی.

د سردار قاسم سلیماني وژل کېدو ته د سیمې د ځينو هېوادونو غبرګونونه.

روسیې، عراق، سوریې او چین د امریکا د له خوا د ایران د سپاه پاسداران د قدس څانګې د مشر سردار قاسم سلیمانی وژل کېدل په کلکه غندلي او د ایران ملت ته یې تسلیت ویلی دی.

عراق هم د قاسم سلیماني او د هغه سره یو ځای د ۷ نورو لوړ پوړو قوماندانو وژل کېدل په کلکو ټکو غندلي دي.

د عراق لومړي وزیر، قاسم سلیماني او ابو مهدي مهندس شهیدان او د داعش ضد جګړه کې د بریا لوی سمبولونه بللي دي.

نوموړي ویلي د یوه عراقي قومندان وژل چې رسمي دنده یې لرله، یو غلیمانه ګام دی.

په ورته وخت کې د سوریې حکومت هم د قاسم سلیماني وژل غندلی او دا برید یې د دوی په وینا جنایتکارې امریکا تېری  بللی دی.

روسیې هم د قاسم سلیماني پر وژل کېدو خواشني ښودلې او د ایران ولس ته تسلیت ویلی دی.

د روسیې د بهرنیو چارو وازت د قاسم سلیماني وژنه بې پروا ګام بللی چې په ټوله سیمه کې به ور سره تاوتریخوالی زیات شي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویلي د سیمې بدلونونه په ځیر سره څاري او وايي، چین تل نړیوالو اړیکو کې د زور کارولو مخالف دی.
 
جمهورخبري آژانس:محمد رقیب فیاض

 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي