د فراه سیمه ییز چارواکي په دغه ولایت کې د بخش آباد د اوبو بند د تونلونو کنېدلو د عملي چارو د پیل خبر ورکړی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د فراه د سیمه ییزه چارو ادارې ویاند غلام فاروق بارکزی وايي، په همدې تړاو والي محمد شعیب ثابت د ولایتي شورا له غړو، د بخش آباد بند له انجینرانو سره د بند د کارونو په اړه خبرې اترې وکړې.
د فراه والي په خپلو خبرو کې ټینګار کړی، چې د بخش آباد بند جوړول د سیمه ییزه ادارې په لومړیتوبونو کې دی او ژر تر ژره یې د دغه بند د جوړېدو هیله وښوده.
والي ژمنه کړې، چې د کرنې د پرمختګ او ودې له پاره د پراختیايي طرحو په برخه کې به هر ډول هڅې وکړي.
په ورته وخت کې د فراه د ولایتي شورا سرپرست شاه محمود نعیمي وایي، د بخش آباد بند په جوړېدو سره به د فراه د خلکو د برېښنا، کرنې او اوبو لګولو ستونزې تر ډېره هوارې شي.
جمهورخبري آژانس:فراه