۰
افغان حکومت:

که طالبان اوربند ونه مني د سولې روانې هلې ځلې به پایله ورنه کړي

شنبی ۲۸ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۲۳
افغان حکومت وایي، اوربند او بین الاافغاني خبرې د افغانستان د خلکو او حکومت اساسي شرط دی او له دې پرته هېواد کې تل پاتې سوله او ثبات امکان نه لري.
که طالبان اوربند ونه مني د سولې روانې هلې ځلې به پایله ورنه کړي
افغان حکومت وایي، اوربند او بین الاافغاني خبرې د افغانستان د خلکو او حکومت اساسي شرط دی او له دې پرته هېواد کې تل پاتې سوله او ثبات امکان نه لري.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند صدیق صدیقي چې نن شنبې د مرغومي ۲۸ مه کابل کې د سولې د روانو خبرو د افغان حکومت دریځ بیاناوه، و ویل، چې د تاوتریخوالي کمول کومه مانا نه لري، طالبان باید اوربند او له افغان حکومت سره خبرو ته غاړه کېږي.

نوموړي په ټینګار سره زیاته کړه، که چېرته اوربند چې د ټولو افغانانو او افغان حکومت اساسي غوښتنه ده ونه مني، نو له بده مرغه باید و وايي، چې په هېواد کې به د سولې لپاره روانې هلې ځلې پایله ورنه کړي.

هغه وايي، دوی په وار وار ویلي، د تاوتریخوالي کمولو موضوع یوه ګونګه موضوع ده، چې تر اوسه په نړۍ کې نه ده شوې او تر اوسه د جګړې په ډګر کې هېڅ بدلون نه تر سترګو کېږي.

صدیقي ټینګار وکړ، چې اوربند باید واضح وي او له اوربنده د دوی تعریف په ټولیزه توګه د جګړو بندېدل دي کټ مټ لکه د تېر کوچني اختر په څېر.

د ولسمشر ویاند وايي، د امریکایي لوري او طالبانو تر منځ د تاوتریخوالي پر کمولو خبرې روانې دي، خو تر اوسه یې کومه نتیجه نه ده ورکړې.

دی وایي، خلیلزاد تر اوسه د دغه او مخکنیو خبرو او کارونو په اړه افغان حکومت ته معلومات نه دي ورکړي او که چېرې په دې خبرو کې کومې موافقې ته ورسېږي نو په رسمي ډول به خپل معلومات له افغان حکومت سره شریک کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې پاکستاني رسنیو د طالب ویاند سهیل شاهین له قوله ویلي د سولې تړون د لاسلیک په صورت کې نه یوازې د بهرنیو بلکې د داخلي ځواکونو پر وړاندې به هم د طالبانو نظامي عملیات کم شي.

شاهین د پاکستان له ډان ورځپاڼې سره مرکه کې زیاته کړې، چې له خلیلزاد سره وروستۍ خبرې مثبتې وې او د روانې جنورۍ میاشتې تر پایه د سولې تړون د لاسلیک امکانات زیات دي.

نوموړي دغه ورځپاڼې ته ویلي طالب مشرانو له زلمي خلیلزاد سره د تېرې ورځې راهیسې په لیدنو کې د هوکړې د لاسلیک په شپو ورځو کې د بریدونو نه کولو موافقه کړې ده.

هغه زیاته کړې، چې د اوربند هېڅ هوکړه نه ده شوې یوازې به طالب وسله وال خپل نظامي عملیات کموي.

شاهین دغه ورځپاڼې ته ویلي« دا عملیات به یوازې په بهرنیو ځواکونو نه کمېږي بلکې موږ د ټولو ځواکونو پر وړاندې چې داخلي هم په کې شامل دي خپل نظامي عملیات راکموو.»

نوموړی وايي، کله چې هوکړه لاسلیک شوه، ورسره سم به د هوکړې په نورو مادو هم عمل پیل شي او د اشرف غني په مشرۍ د حکومت له ټولو لوریو سره به کورني مذاکرات هم پیل شي.

شاهین زیاته کړې. له خلیلزاد سره یې مذاکرات د جمعې په ورځ رخصت وو، خو نن شنبه بیا دغه مذاکرات د شیرمحمد عباس ستانکزي په مشرۍ پیل شوي دي.

نوموړی وايي، په دې مذاکراتو کې په بل هیڅ شي بحث نه کېږي بلکې د روانې جنورۍ میاشتې تر اخرو ورځو پورې په یوه نیټه اتفاق کېږي چې کله هوکړه لاسلیک شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي