۰
طالبان:

امریکا د تاوتریخوالي کمولو په اړه زموږ وړاندیز منلی دی

دوشنبه ۳۰ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۲۹
د طالبانو یوه لوړ پوړي غړي ویلي، امریکا د تاوتریخوالي کمولو لپاره د دوی وړاندیز منلی دی تر څو د سولې تړون د لاسلیک پر مهال د امن فضا جوړه شي.
امریکا د تاوتریخوالي کمولو په اړه زموږ وړاندیز منلی دی
د طالبانو یوه لوړ پوړي غړي ویلي، امریکا د تاوتریخوالي کمولو لپاره د دوی وړاندیز منلی دی تر څو د سولې تړون د لاسلیک پر مهال د امن فضا جوړه شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه لوړ پوړي طالب غړي بي بي سي ته د نوم نه خپرولو په شرط ویلي، چې دا طرحه محدوده ده او له امریکا سره د تړون لاسلیکولو ورځو کې عملي کېږي.

دا غړی چې د سولې خبرو کې ښکېل ویلي«نن مو خپلمنځي ناسته درلوده. ټولې هڅې د تړون لاسلیکولو پر مراسمو متمرکزې دي. ځکه بل شی پاتې نه دي، په ټول کې هرڅه د تړون لاسلیکولو اړوند دي. که د تاوتریخوالي کمول هم دي، د تړون لاسلیکولو د مراسمو اړوند دي.»

د سرچینې په وینا قطر کې طالب پلاوی له خپل منځي ناستې وروسته نن بیا له امریکايي لوري سره ناوخته ناسته لري.

دا په داسې حال کې ده، چې افغان حکومت ټینګار لري، چې د تاوتریخوالي کمول مانا نه لري او باید د سولې د مذاکراتو لپاره اوربند وشي.

مشرانو او ولسي جرګې هم د امریکا او طالبانو تر منځ د تاوتریخوالي کمولو پر هوکړه سختې نیوکې کړې او وايي، دا طرحه افغانانو ته د منلو نه ده.

مشرانو جرګه د امریکا او طالبانو تر منځ د تاوتریخوالي کمولو توافق ته غبرګون کې وايي، امریکا د سولې پروسه کې له افغان دولت او افغان ولس سره صادقه نه ده.

د مشرانو جرګې رییس فضل الهادي مسلم یار نن دوشنبې د مرغومي ۳۰ مه په یوه فوق العاده غونډه کې و ویل، امریکا له طالبانو سره د سولې روانو مذاکراتو کې په ځانګړي ډول د اوربند په برخه کې د افغانستان له خلکو سره صادقه نه ده او د تاوتریخوالي کمولو داسې طرحه یې وړاندې کړې، چې هېڅ مانا نه لري.

د هغه په وینا که چېرې امریکا سولې ته ريښتینې وي، نو باید دوه کاله وړاندې چې په اختر کې کوم ډول اوربند شوی و همغه ډول اوربند وکړي او زمینه ورته برابره کړي.

هغه د تاوتریخوالي کمولو طرحې ته د انتقاد کوته ونیوله زیاته یې کړه«دغه طرحه مانا او مشخص تعریف نه لري، د افغانستان ټول سیاسیون باید له دولت سره په همغږۍ د دغه طرحې پر وړاندې ودرېږي.»

دغه مسلم یار دا هم و ویل، چې د سولې په چارو کې د دولت وزارت هڅه کوي له سیاسیونو سره په هغږۍ یو ټول شموله پلاوی د سولې د راتلونکو بین الاافغاني خبرو لپاره وټاکي.

د مشرانو جرګې منشي فیصل سمیع هم و ویل، چې د سولې په برخه کې د امریکا پر صداقت د افغانانو شک پر یقین بدل شوی او پوه شوي، چې له طالبانو سره د امریکا خبرې د هېواد په ګټه نه بلکې د افغانستان د خلکو پر وړاندې یوه توطیه ده.

هغه لیبیا کې اوربند ته په اشارې و ویل، چې په دې موضوع کې ښکېلو هېوادونو د سولې له خبرو سره هممهاله اوربند ته زمینه برابهر کړه، خو امریکا د تاوتریخوالي د کمولو طرحه چې په اصل کې د طالب جنګیالیو د خلاصون هڅه ده رامنځ ته کړې ده.

سناتور محمد حنیف حنفي هم و ویل، څرنګه چې د قطر له روانو مذاکراتو راوتلې ښکاري، چې امریکا غواړي د ډاکتر نجیب الله د وخت د سولې طرحه په افغانستان کې تکرار کړي.

خو په وینا یې طابان باید له دې تجربې پند واخلي او راشي په اوربند سره له افغان دولت سره مخامخ مذاکرات پیل کړي تر څو هېواد کې تل پاتې سوله ټینګه شي.

د جرګې لومړي مرستیال محمد علم اېزدیار بیا و ویل، چې امریکا له طالبانو سره د ځواکونو د ایستلو تړون لاسلیکوي، نو کله چې امریکايي ووځي طالب ته د جګړې مجال نشته او دغه ډله باید فورآ اوربند اعلان کړي او له افغان دولت سره خبرې پیل کړي.
 
دغه راز د نن په غونده کې سناتورانو د سیاسیون تر منځ په نه همغږۍ هم نیوکه وکړه ویې ویل، چې هغوی هر یو د شخصي ګټو په لټه کې دي، نه د افغانستان د ملي ګټو.

سناتورانو ټینګار وکړ، چې سیاسیون باید له خپلو شخصي ګټو تېر، ملي ګټې په پام کې ونیسي او د سولې په برخه کې له افغان دولت سره یوه خوله شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي