۰
کابل کې د امریکا شارژادفیر:

امریکا د افغانستان له راتلونکې حکومت سره کار کولو ته ژمنه ده

یکشنبه ۱۳ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۳۶
کابل کې د امریکا شارژادفیر راس ویلسن یو ځل بیا ټینګار کړی، چې د ولسمشر ټاکنو پایلې هر څه وي امریکا د افغانستان له راتلونکي حکومت سره کار کولو ته ژمنه ده.
امریکا د افغانستان له راتلونکې حکومت سره کار کولو ته ژمنه ده
کابل کې د امریکا شارژادفیر راس ویلسن یو ځل بیا ټینګار کړی، چې د ولسمشر ټاکنو پایلې هر څه وي امریکا د افغانستان له راتلونکي حکومت سره کار کولو ته ژمنه ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ویلسن پرون شنبې د سلواغې ۱۲ مه په یوه تازه ټوېټ کې ویلي« د انتخاباتو پایلې چې هر څه وي، متحده ایالتونه د امریکا-افغانستان د مشارکت د غښتلي کولو لپاره د افغانستان له راتلونکي حکومت سره ګډ کار کولو ته ژمن دی.»

دی وايي، هېواد یې د افغانستان د ټاکنو لپاره ۲۹ میلیون ډالر مرسته کړې او ځکه امریکا ته هغه څه ارزښت لري، چې افغانان یې د دموکراسۍ بهیر او د انتخابي حکومت پیاوړتیا لپاره کوي.

د امریکا نوی شارژدافیر دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې د ولسمشرۍ ټاکنې د تلې په شپږمه تر سره شوې، چې په لومړنیو پایلو کې یې ولسمشر غني بریالی اعلان شوی، خو وروستۍ پایلې یې لا هم نه دي اعلان شوې.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي