کابل کې د امریکا سفارت ویلي، د روان تاوتریخوالي مسوولیت تر ډېره حده د طالبانو په غاړه دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه سفارت په یوه اعلامیه کې له طالبانو غوښتي، چې په عام ولس او بېخبیناو بریدونه ودروي.
اعلامیه کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نیډپرایس له قوله ویل شوی، چې نړۍ به افغانستان کې په زور تپل شوی حکومت ونه مني.
خبرپاڼه کې ویل شوي، په افغانستان کې یوازې د هغه حکومت مشروعیت او همکاري امکان لري چې بشري حقونو ته درناوی ولري، اعتبار ولري او د خپلو خلکو په منځ کې مشروعیت ولري.
د امریکا متحده ایالاتو په افغانستان کې روانو ناامنیو ته په اشارې، په طالبانو غږ کړی چې تاوتریخوالی پای ته ورسوي او د سولې د خبرو میز ته حاضر شي.
خبرپانه کې په ملګرو ملتونو کې د امریکا د استازې لنډا تامس ګرین فیلډ څرګندونې هم چې ویلي یې دي، ټول افغانان د ژوندانه د روزرمره کارونو د کولو حق لري. هغوي باید د ویرې پرته ښوونځي، بازارونو او خپلو کارونو ته ولاړ شي.
اعلامیې کې په عاجله توګه د تاوترخیوالي د بندیدو غوښتنه شوې وايي، د ټولو افغانانو د بشري حقونو درناوی باید وشي او په دوحه کې دې جدي مذاکرات وشي تر څو عادلانه او دوامداره سوله وشي.
د یادونې ده، چې کابل کې د امریکا شارژدافیر راس ویلسن هم پرون په یوه ټوېټ کې له طالبانو غوښتي و، چې تاوتریخوالی ودوروي او د سولې خبرې پیل کړي.
هغه لیکلي وو:
«لکه څنګه چې موږ په افغانستان کې د رسنیو رپوټونه او د طالبانو د بریدونو او د ملکیانو د هدفي وژنو په اړه د لومړي لاس معلومات ګورو نو په طالبانو غږ کوو چې روان تاوتریخوالی پای ته ورسوي او بېرته د خبرو مېز ته راوګرځي.»
جمهورخبري آژانس:کابل