۰

اطلاعاتو ته د لاس رسي په پاره په نړیواله کچه د رسنیو د غوښتنو ملاتړ وشو

سی شنبه ۱۵ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۵۲
د افغانستان یو شمېر خپلواکو غږیږو او چاپي رسنیو د حکومت لخوا له خبریالانو سره د معلوماتو پر نه شریکولو نیوکه وکړه او اندېښنه یې پرې وښودله.
اطلاعاتو ته د لاس رسي په پاره په نړیواله کچه د رسنیو د غوښتنو ملاتړ وشو
د افغانستان یو شمېر خپلواکو غږیږو او چاپي رسنیو د حکومت لخوا له خبریالانو سره د معلوماتو پر نه شریکولو نیوکه وکړه او اندېښنه یې پرې وښودله.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې تر دغه اعتراض وروسته په نړیواله کچه یادې موضوع ته غبرګونونه څرګند شول او په دې برخه کې یې د رسنیو ملاتړ وکړ.

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې او د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ «یوناما» د بشري حقونو خپلواک کمېسیون اطلاعاتو ته د لاس رسي په اړه د یادو رسنیو د غوښتنې ملاتړ وکړ.

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازولۍ اطلاعاتو ته لاس رسی د ډموکراسۍ او د یو هیواد د پرمختګ په برخه کې مهم وباله.

اروپايي ټولنې پر خپل ټوېټر ویلي:"اطلاعاتو ته لاس رسی باید په کامله توګه اجرا شي."

یوناما هم د حساب ورکول او له فساد سره د مبارزې، ښې حکومتولۍ، د پانګونې ودې او د خلکو د ژوند د کچې لوړولو په برخه کې اطلاعاتو ته لاس رسی مهم بللی دی.

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون مشرې شهزاد اکبر هم ویلي چې اطلاعاتو ته لاس رسی یو بشري حق دی او د حکومت لخوا اطلاعاتو ته لاس رسی یې د باور جوړونې په برخه کې مهم بللی دی.

د بې پولې خبریالانو سازمان یا «RSF»هم په یوې اعلامیې کې د افغان حکومت لخوا اطلاعاتو ته د لاس رسي قانون پر نه عملي کولو باندې انتقاد کړی او هغه یې له خبریالانو سره د حکومت لخوا د کړي ژمنې خلاف کار بللی دی.

په افغانستان کې د دغه سازمان مسؤل رضا معیني ویلي«د افغانستان د وضعیت په نظر کې نیولو سره د ټاکنو کړکېچ او د افغانستان پر خلکو د طالبانو تحملي جګړې ته په کتو اطلاعاتو ته د لاس رسي قانون په کامله توګه نه اجرا کېدل د منلو نه دي.»

د افغان حکومت د رسنیو دفتر ویلي چې نن ماځیګر به په دې اړه خبر نظر د یو مطبوعاتي کنفرانس پر مهال په ډګه کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي