۰

هرات کې د موټرو غله نیول شوي دي

چهارشنبه ۱۶ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۳۸
کورنیو چارو وزارت وايي، پولیسو په هرات ولایت کې د موټرو د غلو یوه درې کسیزه ډله نیولې ده.
هرات کې د موټرو غله نیول شوي دي
کورنیو چارو وزارت وايي، پولیسو په هرات ولایت کې د موټرو د غلو یوه درې کسیزه ډله نیولې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه وزارت نن چهارشنبې د سلواغې ۱۶ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي دغه غله پرون د هرات ښار د اومې حوزې اړوند سیمه کې نیول شوي دي.

سرچینه زیاتوی، دغه غلو څه موده مخکې د هرات له ښار څخه یو موټر غلا کړی و او د رنګ په تغیر سره یې پلورلی و، چې له همغه وخته د پولیسو تر تعقیب لاندې و.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې بالااخره پولیسو پرون دغه درې تنه غله د اومې حوزې اړوند سیمه کې له غلاه شوي موټر سره یو ځای نیولي دي.

کورنیو چارو وزارت وایي، له غلو موټر اخستل شوی او اصلي څښتن ته یې سپارلی دی.

جمهورخبري آژانس:هرات
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي