۰
نیوزویک:

طالبانو خوست کې یو امریکايي وګړی برمته کړی دی

پنجشنبه ۱۷ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۰۶
امریکایي نیوزویک مجلې په یوه راپور کې ویلي، چې وسله والو طالبانو د افغانستان په خوست ولایت کې یو امریکایي وګړی برمته کړی دی.
طالبانو خوست کې یو امریکايي وګړی برمته کړی دی
امریکایي نیوزویک مجلې په یوه راپور کې ویلي، چې وسله والو طالبانو د افغانستان په خوست ولایت کې یو امریکایي وګړی برمته کړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه مجلې ویلي، برمته شوی امریکایي وګړی ۵۷ کلن مارک فریچس نومېږي او د امریکا د حکومت یو قراردادي وو.

سرچینې زیاته کړې، چې دغه امریکايي وګړی د تېرې جمعې په ورځ په خوست ولایت کې د طالبانو د یوې ډلې، چې حقاني شبکې پورې اړه لري یرغمل کړی دی.

یو شمېر امریکايي چارواکو د نوم نه ښودلو په شرط نیوزویک ته د دغه خبر پخلی کړی او ویلي یې دي، چې دغه امریکایي وګړي له ۲۰۱۲ کال راهیسې افغانستان ته تل سفر کاوه.

راپورونه وايي، دغه مارک فریچس په تېرو ۱۰ کلونو کې له عراقه نیولې تر سوډان پورې د جګړو په سیمو کې د ملکي چارو د انجنیر په توګه کار کاوه.

تر اوسه پورې کوملې ډلې د دغه یرغمل کېدو مسوولیت نه دی اخیستی او نه هم طالبانو څه ویلي، خو امریکایي چارواکو ویلي ګومان کوي، چې نوموړی به د حقاني شبکې له خوا یرغمل شوی وي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي