کورنیو چارو وزارت وايي، پولیسو پلازمېنه کابل کې دوه بم اېښودونکي چې غوښتل یې بمونه خښ کړی، نیولي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې کورنیو چارو وزارت نن پنشنبې د سلواغې ۱۷ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، دغه بم اېښودونکي پرون ماښام د کابل ښار د پنځمې امنیتي حوزې اړوند د کمپنۍ څلور لارې ته نېږدې نیول شوي دي.
خبرپاڼه وایي، یادو کسانو غوښتل د کمپنۍ څلور لارې ته نېږدې سیمه کې ماین کېږدي، چې د پولیسو په یو لړ چټک عملیاتو کې له ماین سره یو ځای نیول شوي دي.
کورنیو چارو وزارت وايي، پولیسو ماین شنډ کړی او په دې سره یې د یوې خونړۍ پېښې د رامنځ ته کېدو مخنیوی کړی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې د همدې پنځمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې کمپنۍ کوټه سنګي پر سړک یوې ماین چاودنې دوه تنه ملکي وګړي وژلي وو.
جمهورخبري آژانس:کابل