۰

امریکا ومنله چې عراق کې د دوی پر اډه د ایران په برید کې ۱۰۹ سرتېري ټپیان شوي

سی شنبه ۲۲ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۳۳
د امریکا دفاع وزارت یا پنټاګون تایید کړه، چې د عراق پلازمېنه بغداد کې د دوی پر يوه پوځي اډه د ایران په تېر برید کې ۱۰۹ سرتېري ټپیان شوي دي.
امریکا ومنله چې عراق کې د دوی پر اډه د ایران په برید کې ۱۰۹ سرتېري ټپیان شوي
د امریکا دفاع وزارت یا پنټاګون تایید کړه، چې د عراق پلازمېنه بغداد کې د دوی پر يوه پوځي اډه د ایران په تېر برید کې ۱۰۹ سرتېري ټپیان شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د امریکا ددفاع وزارت یا پنټاګون ویلي، له دې ډلې ۷۶ یې بېرته تر درملنې وروسته خپلو دندو ته ور ګرځېدلي دي.

د یادونې ده، چې ایران د سپاه پاسداران د قدس څانګې د مشر قاسم سلیماني تر وژل کېدو وروسته په عراق کې د امریکا نظامي اډې په نښه کړې.

هغه مهال امریکايي چارواکو ویلي وو چې سرتېرو ته یې کوم زیان نه دی اوښتی، خو اوس دفاع وزارت وایي چې ۱۰۹ کسانو خفیف مغزي جراحت او زیان ليدلی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي