۰

د ملګرو ملتونو عمومي منشي پاکستان ته تللی دی

یکشنبه ۲۷ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۳۲
د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش اسلام آباد کې د افغان کډوالو په اړه جوړېدونکي کنفرانس کې د ګډون په موخه پاکستان ته تللی دی.
د ملګرو ملتونو عمومي منشي پاکستان ته تللی دی
د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش اسلام آباد کې د افغان کډوالو په اړه جوړېدونکي کنفرانس کې د ګډون په موخه پاکستان ته تللی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ګوتریش نن یکشنبې د سلواغې ۲۷ مه اسلام آباد ته رسېدلی او د افغان کډوالو په اړه جوړېدونکی کنفرانس به سبا همدلته پیل شي.

پاکستاني رسنۍ وايي، ښاغلی ګوتریش به په دې کنفرانس کې د افغان کډوالو د اوسني وضعیت او راتلونکي په اړه وینا او بحثونه ولري.

ویل کېږي، چې نوموړی به د افغان کډوالو تر څنګ پر ځینو نورو مسایلو هم له پاکستاني چارواکو سره خبرې اترې او ناستې ولري.

د یادونې ده، چې د افغان کډوالو په اړه جوړېدونکی کنفرانس چې سبا دوشنبې د سلواغې ۲۸ مه په اسلام آباد کې پیلېږي او دوه ورځې به دوام ولري، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له خوا په لار اچول شوی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي