د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش اسلام آباد کې د افغان کډوالو په اړه جوړېدونکي کنفرانس کې د ګډون په موخه پاکستان ته تللی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ګوتریش نن یکشنبې د سلواغې ۲۷ مه اسلام آباد ته رسېدلی او د افغان کډوالو په اړه جوړېدونکی کنفرانس به سبا همدلته پیل شي.
پاکستاني رسنۍ وايي، ښاغلی ګوتریش به په دې کنفرانس کې د افغان کډوالو د اوسني وضعیت او راتلونکي په اړه وینا او بحثونه ولري.
ویل کېږي، چې نوموړی به د افغان کډوالو تر څنګ پر ځینو نورو مسایلو هم له پاکستاني چارواکو سره خبرې اترې او ناستې ولري.
د یادونې ده، چې د افغان کډوالو په اړه جوړېدونکی کنفرانس چې سبا دوشنبې د سلواغې ۲۸ مه په اسلام آباد کې پیلېږي او دوه ورځې به دوام ولري، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له خوا په لار اچول شوی دی.
جمهورخبري آژانس:کابل