۰
صدیقي:

د تاوتریخوالي کمولو پر میکانېزم کار کوو، د تړون لاسلیک د بهرنیو ځواکونو د وتلو په مانا نه دی

سی شنبه ۲۹ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۲۲
افغان حکومت وایي، دوی له بهرنیو ځواکونو سره یو ځای د طالبانو سره د تاوتریخوالي د کمولو پر میکانېزم او کړنلارو په شدت کار پیل کړی دی.
د تاوتریخوالي کمولو پر میکانېزم کار کوو، د تړون لاسلیک د بهرنیو ځواکونو د وتلو په مانا نه دی
افغان حکومت وایي، دوی له بهرنیو ځواکونو سره یو ځای د طالبانو سره د تاوتریخوالي د کمولو پر میکانېزم او کړنلارو په شدت کار پیل کړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر مخې د افغان حکومت ویاند صدیق صدیقي نن سه شنبې د سلواغې ۲۹ مه کابل کې د یوې خبري ناستې پر مهال و ویل، چې افغان او امریکايي ځواکونو له طالبانو سره د تاوتریخوالي کمولو د کړنلارو پر جزیاتو کار پیل کړی دی.

د هغه په وینا چې په همدې اړه ولسمشر غني پرون د افغان پوځ له مشرانو سره هم ناسته او سلامشورې کړې او د تاوتریخوالي د کمولو پر عملي اقداماتو، فرصتونو او ګواښونو یې ورسره خبرې کړې دي.

نوموړی وایي، اوس په دې اړه نور جزیات نه شي ورکولی خو افغان ځواکونه مشران هڅه کوي هغه څه چې د تاوتریخوالي د کمولو لپاره اړیني دي، له خپلو ځواکونو سره شریک کړي.

د ارګ ویاند وایي، افغان دولت اوربند او تل پاتې سولې ته د رسېدو په خاطر د تاوتریخوالي له کمولو سره موافقه کړې، ورته ژمن دی او معلوموي، چې طالبان دا ځل د سولې د مذاکراتو او جګړې د پرېښودلو وړتیا لري که نه.

خو په وینا یې افغان دولت په ډېر احتیاط مخ ته ګامونه يږدي، تر څو وکولی شي له دغه فرصت څخه په ګټې اوربند او تلې پاتې سولې ته ورسېږي.

دی وايي، افغان حکومت د سولې لپاره رامنځ ته شوي وضعیت ته د فرصت په سترګه ګوري خو په ممکنه خطراتو هم سترګې نه پټوي.

هغه و ویل« د سولې لپاره رامنځ ته شوی وضعیت یو غوره فرصت دی خو تر څنګ یې ښایي خطرات هم موجود وي چې افغان حکومت به یې پر وړاندې محتاط چلند وکړي.»

ده و ویل، چې ډېر ژر به د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه لاسلیک شي چې تر هغه وروسته به بین الافغاني خبرې پيلېږي.

د ولسمشر ویاند ټینګار وکړ، چې افغان حکومت د سولې له هر اقدام ملاتړ کوي او افغان پوځ هم د سولې راتګ ته تیار دی، خو هیله یې څرګنده کړې چې طالبان د سولې په برخه کې رښتیني وي، وکړی شي اوربند وکړي او له جګړو لاس په سر شي.

د سولې مذاکره کوونکي ټیم او د افغانستان له دریځه نړیوال ملاتړ:

د ولسمشر ویاند په خپلو خبرو کې دا هم و ویل، چې د بین الافغاني مذاکراتو لپاره لېږونکي پلاوی به یو ملي پلاوی وي، چې د ټولو افغانان استازیتوب او د حقوقو دفاع وکړي.

هغه و ویل«هغه غوښتنې، چې د سیاسیون له خوا مطرح کېږي د سولې پروسه کې سیاسي مشارکت دي، خو موږ خواړو چې دغه مشارکت د سولې خبرو په نتیجه کې ولرو، خو مذاکره کوونکی ټیم به د افغان دولت او خلکو په استازیتوب وي، حدود او صلاحیتونه به یې وټاکل شي او وروسته پرېکړه به د ولس په لاس کې وي.»

د هغه په وینا د همدې لپاره ولسمشر د ټولنې له بېلا بېلو پاړکیو سره سلا مشورې پیل کړې، او دغه لړۍ به نوره هم داوم ولري.

صدیقي ډاډ ورکړ، چې د بین الاافغاني مذاکراتو په جریان کې نړیواله ټولنه د افغان حکومت له دریځ ملاتړ کوي او ټول هېوادونه په یوه غږ چمتو دي، چې د افغانستان د خلکو د سولې غوښتنې او ارزښتونو لپاره د افغان دولت ملاتړي اوسي.

نوموړي د سولې د فرصتونو او شته ګواښونو په اړه و ویلو چې افغان حکومت له نړیوالې ټولنې سره په دې اړه مکمل جزیات شریکت کړي او ورته ویلي یې دي، چې طالبان له ترهګرو ډلو سره نېږدې اړیکې لري، نو ځکه د افغان دولت یو شرط دا دی، چې طالبان به د دغه ټولو ډلو سره خپلې اړیکې په رېښتینې توګه پرې کوي.

دی وایي،  د دغه فرصتونو او ګواښونو لېست د افغان دولت له خوا چمتو او د مونیخ په نړیوال کنفرانس په څنډو کې د ولسمشر غني له خوا د بېلا بېلو نړیوالو مشرانو سره شریک شوی دی.

د ولسمشر ویاند زیاتوي، چې امریکايي چارواکو له طالبانو سره د سولې تړون ټول جزیات او څرنګوالی مرحله په مرحله له افغان دولت سره شریک کړی او نړیوالې ټولنې په یوه دریځ د افغان سولې د پروسې ملاتړ کړی دی.
 
نوموړی وایي، امریکا هم د تاوتریخوالي د کمولو او بین الاافغاني مذاکراتو څخه په جدي ډول ښايي نظارت وکړي او ټاکل شوې د افغانستان د یوه ښه متحد په توګه په افغانستان کې پاتې شي، ځکه په وینا یې د سولې تړون د ټولو امریکایي ځواکونو د وتلو په مانا نه دی.

ښاغلي صدیقي یو ځل بیا ټينګار وکړ، چې افغان دولت به د تاوتریخوالي په کمولو کې په ډېر محتاطانه ډول مخ ته ځي تر څو یې پایله په عمومي اوربند او بین الاافغاني خبرو پای ومومي.

خو زیاتوي که طالبان په بین الاافغاني خبرو کې اوربند ونه مني، د سولې پروسه ښايي له ستونزو سره مخ شي، ځکه د تاوتریخوالي له کمولو اساسي موخه او هدف، اوربند او په هېواد کې تل پاتې سولې ته رسېدل دي.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي