۰

هند هم غني ته په ټاکنو کې د بریا او ولسمشر کېدو مبارکي ورکړې

پنجشنبه ۱ حوت ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۰۵
د کویټ، اروپايي ټولنې، یوناما او امریکايي سناتورانو وروسته هند هم ولسمشر غني ته په ټاکنو کې د بیا ځلي بریا او ولسمشر کېدو مبارکي ورکړې ده.
هند هم غني ته په ټاکنو کې د بریا او ولسمشر کېدو مبارکي ورکړې
د کویټ، اروپايي ټولنې، یوناما او امریکايي سناتورانو وروسته هند هم ولسمشر غني ته په ټاکنو کې د بیا ځلي بریا او ولسمشر کېدو مبارکي ورکړې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د هند د بهرنیو چارو وزیر جي شنکر په خپاره کړي پیغام کې راغلي، هند د افغانانو د جمهوري غوښتنو ملاتړ کوي او په افغانستان کې د جمهوریت د پیاوړتیا لپاره له کابل سره په ګډه کار ته دوام ورکړي.

دغه د هند د بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې هېواد یې د ترهګرۍ د بهرنۍ ناوړه پدیدې په مقابل کې له افغان حکومت سره د سولې او مفاهمت له لارې په ګډه ستراتېژیکه ملګرتیا ټینګار لري او دا ملګرتیا به دوامداره وساتي.

هند هیله مندي ښودلې چې د افغانستان ټول سیاسي لوري او مشران به د قومي یووالي د پیاوړتیا، مشارکت او ملي منافعو د خوندي ساتلو لپاره سره یوه خوله شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي