د کویټ، اروپايي ټولنې، یوناما او امریکايي سناتورانو وروسته هند هم ولسمشر غني ته په ټاکنو کې د بیا ځلي بریا او ولسمشر کېدو مبارکي ورکړې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د هند د بهرنیو چارو وزیر جي شنکر په خپاره کړي پیغام کې راغلي، هند د افغانانو د جمهوري غوښتنو ملاتړ کوي او په افغانستان کې د جمهوریت د پیاوړتیا لپاره له کابل سره په ګډه کار ته دوام ورکړي.
دغه د هند د بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې هېواد یې د ترهګرۍ د بهرنۍ ناوړه پدیدې په مقابل کې له افغان حکومت سره د سولې او مفاهمت له لارې په ګډه ستراتېژیکه ملګرتیا ټینګار لري او دا ملګرتیا به دوامداره وساتي.
هند هیله مندي ښودلې چې د افغانستان ټول سیاسي لوري او مشران به د قومي یووالي د پیاوړتیا، مشارکت او ملي منافعو د خوندي ساتلو لپاره سره یوه خوله شي.
جمهورخبري آژانس:کابل