په کابل کې د امریکا سرپرست سفیر روز ویلسن وايي، د تاوتریخوالي کمېدل پیل شوي، تاوتریخوالی کم شوی خو لا هم ډېر کار ته اړتیا ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ویلسن په یوه ټوېټ پیغام کې د تاوتریخوالي کمولو د اقدام هرکلی دی خو وایي لا هم ډېر کار ته اړتیا ده.
نوموړي زیاته کړې امریکا په افغانستان کې د سولې هڅو ته ژمنه ده او هڅه کوي، چې دلته روانه جګړه د خبرو له لارې حل شي.
کابل کې د امریکا سرپرست سفیر تمه ښودلې، چې ډېر ژر به بین الاافغاني خبرې پیل شي او دا د جګړې د ختمولو لپاره تر ټولو مهم ګام دی.
د یادونې ده، چې جګړې د ښکېلو غاړو تر منځ د تاوتریخوالي کمولو اوونۍ د تېرې شپې له ۱۲ بجو پیل شوی او تر یوې اوونۍ به دوام وکړي.
امریکايي او طالب چارواکي وایي، د دغه اوونۍ په پای د کب په ۱۰ مه به د دواړو لورو تر منځ د سولې هوکړه هم لاسلیک شي.
جمهورخبري آژانس:کابل