د چین د بهرنیو چارو وزارت وايي، د افغانستان د انتخاباتو د پایلو په اړه خبر دي او د افغانستان د راتلونکي په اړه د افغانانو د پرېکړې هرکلی کوي.
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند ژو لیان پرون دوشنبې د کب ۵ مه خبریالانو ته ویلي، دوی خبر دي چې د افغانستان د ټاکنو کمېسیون ولسمشر غني د ټاکنو ګټونکی اعلان کړی دی.
نوموړي زیاته کړې، چې افغانستان د چین ملګری ګاونډی دي، نو ځکه د افغانستان د ولسمشریزه ټاکنو د بهیر درناوی او د راتلونکې په اړه د افغانانو د خپلواکۍ د پرېکړې ملاتړ کوي.
د هغه په وینا چین د نوي منتخب حکومت او د افغانستان د خلکو سره د سولې، ثبات او پرمختګ لپاره ګډ کار کولو ته چمتو دی.
په ورته وخت کې د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې د خبرو په اړه هم څرګندونې کړې ویلي یې دي، چې د افغانستان د سولې د مذاکراتو په اړه له اړوندو خواو سره نژدې تماسونه او همکاري لري.
د چین د بهرنیو چارو د وزارت ویاند وايي، هېواد یې د افغانانو په مشرۍ او د افغانانو له لورې د سولې او بیا پخلاینې د همه شمول بهیر کلکه ننګه کوي.
دغه راز نوموړي زیاته کړې، چین د امریکا او طالبانو ترمنځ د ممکنه تړون د لاسلیک کېدو هرکلی کوي او هیله لري چې دا بهیر په ښه توګه پلي شي او د افغانستان مسئلې ته نهايي سیاسي حل پیدا شي.
د هغه په وینا چين په افغانستان کې د سولې، ثبات او بیا پخلاینې لپاره له اړوندو غاړو او نړیوالې ټولنې سره کار کولو ته چمتو دي.
جمهورخبري آژانس:کابل