۰

ولسمشر د کرونا ویروس مخینوي لپاره ۲۵ میلیون ډالر بودجه منظوره کړې

چهارشنبه ۷ حوت ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۳۹
ولسمشر محمد اشرف غني د کرونا ویروسد مخنیوي لپاره د ۲۵ میلیون ډالرو بودجه منظوره کړې او مالیې وزارت ته یې امر کړي، چې دغه پیسي روغتیا وزارت ته ورکړي.
ولسمشر د کرونا ویروس مخینوي لپاره ۲۵ میلیون ډالر بودجه منظوره کړې
ولسمشر محمد اشرف غني د کرونا ویروسد مخنیوي لپاره د ۲۵ میلیون ډالرو بودجه منظوره کړې او مالیې وزارت ته یې امر کړي، چې دغه پیسي روغتیا وزارت ته ورکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ولسمشر دغه اقدام وروسته له هغې اخلي، چې په هرات ولایت کې د کرونا ویرویس یوه مثبت او په ځینو نورو لوېدیو ولایتونو کې یې څو مشکوکې پېښې ثبت شوې.

په همدې خاطر ولسمشر غني تېره شپه په ارګ کې جوړه شوې غونده کې له دغه ویروس سره د جدي مبارزې سپارښتنه کړې ده.

ښاغلي غني ویلي، چې د یاد ویروس د خپرېدو مخنیوي په هدف دي د سیمې او نړیوالو سازمانونو په کچه همغږي رامنځته شي.

ولسمشر همداراز ټولو والیانو ته سپارښتنه کړې چې د کورونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره جدي تدابیر ونیسي.

د هغه په وینا باید په ټولو ځمکنیو او هوايي بندرونو کې اسانتیاوې رامنځته او زیانمنې شوې سیمې وپېژندل شي او د ټولو تدابېرو تر څنګ دې د خوراکي او سون توکو زېرمو ته ځانګړې پاملرنه وشي.

د افغانستان د روغتیا وزیر ډاکټر فیروز الدین فیروز هم ویلي چې په دغه ولایت کې د کورونا ویروس ۹ مشکوکې پېښې تر معایناتو وروسته منفي ثابتې شوي دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي