۰
سندرز:

نتانیاهو ظالم انسان دی، د امریکا سفارت به له بیت المقدس څخه وباسم

چهارشنبه ۷ حوت ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۵۹
د امریکا راتلونکو ټاکنو ته د دیموکرات ګوند نوماند برني سندرز د اسرائیلو لومړی وزیر نتانیاهو یو ظالم او متعصب انسان بللی دی.
نتانیاهو ظالم انسان دی، د امریکا سفارت به له بیت المقدس څخه وباسم
د امریکا راتلونکو ټاکنو ته د دیموکرات ګوند نوماند برني سندرز د اسرائیلو لومړی وزیر نتانیاهو یو ظالم او متعصب انسان بللی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې سندرز په یوه تلوېزیوني مناظره کې ویلي « د اسراییل لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو یو ظالم، خودخواه او متعصب انسان دی.»

دغه دیموکرات نوماند زیاته کړې که دی د امریکا ټاکنې وګټي نو د امریکا سفارت به بېرته له بیت المقدس څخه پخواني ځای تل اویو ته ولېږدوي.

برنی سندرز د امریکا په هغه غونډه کې له ګډون هم انکار کړی، چې ټاکل شوې راتلونکې اوونۍ د امریکا او اسرائیلو تر منځ د عمومي اړیکو د ارزونې لپاره په سپینه ماڼۍ کې جوړه شي.

ده ویلي ځکه په دغه غونډه کې ګډون نه کوي، چې پکې له تعصبه ډک افکار تبادله کېږي.

د هغه په وینا امریکا باید د اسراییل د ملي امنیت ساتنه کې مرسته وکړي خو داسې نه چې د فلسطین د غم ځپلو خلکو درد له پامه وغورځول شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي