د امریکا راتلونکو ټاکنو ته د دیموکرات ګوند نوماند برني سندرز د اسرائیلو لومړی وزیر نتانیاهو یو ظالم او متعصب انسان بللی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې سندرز په یوه تلوېزیوني مناظره کې ویلي « د اسراییل لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو یو ظالم، خودخواه او متعصب انسان دی.»
دغه دیموکرات نوماند زیاته کړې که دی د امریکا ټاکنې وګټي نو د امریکا سفارت به بېرته له بیت المقدس څخه پخواني ځای تل اویو ته ولېږدوي.
برنی سندرز د امریکا په هغه غونډه کې له ګډون هم انکار کړی، چې ټاکل شوې راتلونکې اوونۍ د امریکا او اسرائیلو تر منځ د عمومي اړیکو د ارزونې لپاره په سپینه ماڼۍ کې جوړه شي.
ده ویلي ځکه په دغه غونډه کې ګډون نه کوي، چې پکې له تعصبه ډک افکار تبادله کېږي.
د هغه په وینا امریکا باید د اسراییل د ملي امنیت ساتنه کې مرسته وکړي خو داسې نه چې د فلسطین د غم ځپلو خلکو درد له پامه وغورځول شي.
جمهورخبري آژانس:کابل