پخواني امریکايي دیپلومات جیمز ډابینز ویلي، که څه هم د افغان سولې لار خورا سخته ده، خو د جګړې د پای ته رسېدو لپاره لومړی ګام پورته شوی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې نوموړي دې هیل نشریې ته په یوه مقاله کې لیکلي، چې د افغان جګړې د پای ته رسولو د سختې لارې لومړی ګام پورته شوی دی.
نوموړي زیاته کړې، چې د لومړي ځل لپاره د امریکا او طالبانو ترمنځ مخامخ خبرې وشوې او دغه خبرې پایلې ته رسېدلې دي.
خو په وینا یې دا د افغان اوږدې جګړې د پای ته رسولو لومړی ګام دی، دغه لاره خورا سخته ده او ډېرو هلو ځلو ته اړتیا لري.
نوموړي زیاته کړې، دوی تمه لري چې دلته روانه جګړه پای ته ورسېږي او د سولې د راتګ سبب شي.
جیمز ډابینز د زندانیانو تبادله، د باور جوړول، اوربند رامنځ ته کول، له جګړو لاس اخیستل، بین الافغاني خبرې پیلول، وسلې پر ځمکه اېښودل او دې ته ورته نور هغه مسایل دي چې که په بریالۍ توګه پر مخ لاړ شي نو په افغانستان کې د دایمي سولې او ثبات سبب ګرځي.
جمهورخبري آژانس:کابل