۰
امریکايي ديپلومات:

امریکایي پوځ کې د پخوانیو افغان پوځیانو پر جذب خبرې روانې دي

دوشنبه ۲۳ حوت ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۳۱
یوه پخواني امریکايي دیپلومات ویلي، په امریکايي پوځ کې د پخوانیو افغان پوځیانو د جذب بحثونه په غیر رسمي توګه پيل شوي دي.
امریکایي پوځ کې د پخوانیو افغان پوځیانو پر جذب خبرې روانې دي
یوه پخواني امریکايي دیپلومات ویلي، په امریکايي پوځ کې د پخوانیو افغان پوځیانو د جذب بحثونه په غیر رسمي توګه پيل شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې فیلیپ کازنېټ چې څه موده وړاندې یې په امریکایي پوځ کې د پخوانیو افغان پوځیانو پر جذب خبرې کړې وې، په تازه مرکه کې ویلي چې په دې تړاو بحثونه په امریکايي حکومت کې په غیر رسمي توګه پيل شوي دي.

نوموړي زیاته کړې، دا تر ټولو ښه لار ده چې مسلکي افغان پوځیانو ته په امریکايي پوځ کې دنده ورکړل شي او د اړتیا پر مهال له امریکا بهر د جګړو لپاره ولېږل شي.

ده ټینګار کړی، چې امریکا باید افغان مسلکي پوځیانو ته د کار او دندې فرصت ورکړي او ښایي دا بحثونه ژر یوه پایله ولري.

مخکې داسې راپورونه خپاره شول چې ګواکي ښايي امریکا افغان پوځیان د اوکراین جګړې ته د لېږلو په موخه په خپلو لیکو کې جذب کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي