یوه پخواني امریکايي دیپلومات، د نیویارک پوهنتون استاد او له طالبانو سره د امریکا د مذاکراتي ټیم غړی بارنېټ روبین وايي، سي آی اې یا د امریکا مرکزي استخبارات له ډېرو هڅو سره سره ونه توانېدل، چې د طالبانو تر منځ نفاق واچوي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې روبین له یوې ترکي رسنۍ سره طالبان یوه متحده ډله بللې وايي، د دغه ډلې تر منځ هېڅ ډول درز نه دی پیدا شوی.
نوموړي ویلي، له دې سره سره چې د طا لبانو ترمنځ ځینې سیالۍ او واړه اختلافات موجود وو او له دې اختلافاتو څخه د دوی (طالبانو) دښمنانو د دوی پر ضد ګټه اخیستلی شوه خو بیا هم دغه ډله ونه وېشل شوه او خپل یووالی یې وساته.
د نیویارک پوهنتون دغه استاد زیاته کړې، د سي آی اې هغه یو میلیارډ ډالري پروژه هم ناکامه شوه چې غوښتل یې طالبان په ډلو و وېشي.
جمهورخبري آژانس:کابل