۰

طالبان: زموږ او امریکا په شوي تړون کې هېڅ ډول پټ اسناد نشته

پنجشنبه ۱۵ حوت ۱۳۹۸ ساعت ۰۷:۵۴
طالبانو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو هغه خبرې په کلکه رد کړې، چې ګڼې د دوی او طالبانو تر منځ شوې هوکړه کې دوه پټ او محرم اسناد هم شته.
طالبان: زموږ او امریکا په شوي تړون کې هېڅ ډول پټ اسناد نشته
طالبانو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو هغه خبرې په کلکه رد کړې، چې ګڼې د دوی او طالبانو تر منځ شوې هوکړه کې دوه پټ او محرم اسناد هم شته.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د تېرې شنبې کب ۱۰ مه چې قطر کې د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې هوکړه لاسلیک شوه دوه ورځې وروسته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو و ویل، چې د دوی او طالبانو تر منځ شوې هوکړه کې دوه محرم اسناد هم شته.

که څه هم د دغه اسنادو په اړه له تړون وړاندې د امریکا د کانګرس غړو د امریکا له دفاع وزیر مارک اسپر او پوځ د مشر جنرال مارک میلي څخه وپوښتل، چې په تړون کې کوم پټه څه شته که نه هغوی بې خبري وښوده.

خو پمپیو له خبرو وروسته ځینو لوېدیځو رسنیو داسې راپورونه هم ورکړل، چې د سه شنبې په ورځ د امریکا ادارې دغه پټ اسناد له کانګرس سره شریک کړي دي.

په ورته وخت کې طالبانو هم د دغه پټو اسناد په اړه غبرګون ښودلی ویلي یې دي، چې داسې کوم پټ سند نشته او دا هسې پروپاګند دی.

قطر کې د طالبانو ویاند سهیل شاهین په خپل ټوېټر لیکلي«زمونږ او د امریکا ترمینځ هیڅ ډول پټ اسناد نشته. یوه توافقنامه ده چې په مطبوعاتو کې راغلې او بل د توافقنامې تشریح ده چې د توافقنامې هر بند تشریح کوي اود تطبیق میکانیزم یا ضمایم بلل کیږي.»

سهیل شهاین ټینګار کړي، چې د دې علاوه بل هېڅ سند نشته، ځیني جعلي پاڼې او پروپاګند چې مغرضې کړۍ یې خپروي هېڅ حقیقت نه لري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي