۰

افغان ځواکونو اروزګان کې ۹۲ ملکي وګړي له طالبانو راخلاص کړي

شنبی ۱۷ حوت ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۲۳
کورنیو چارو وزارت وايي، افغان ځواکونو په اروزګان ولایت کې ۹۲ ملکي وګړي، چې طالبانو برمته کړي و د طالبانو له منګولو راخلاص کړي دي.
افغان ځواکونو اروزګان کې ۹۲ ملکي وګړي له طالبانو راخلاص کړي
کورنیو چارو وزارت وايي، افغان ځواکونو په اروزګان ولایت کې ۹۲ ملکي وګړي، چې طالبانو برمته کړي و د طالبانو له منګولو راخلاص کړي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه وزارت نن شنبې د کب ۱۷ مه په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، طالبانو پرون جمعه له یوه تفرېحي ځان څخه ۹۲ ملکي وګړي برمته کړي وو.

سرچینه وایي، له دې سره سم د امنیه قوماندانۍ منسوبین او ځانګړي پولیس لاس په کار شوي، په سیمه کې یې عملیات کړي او دغه کسان یې د طالبانو له منګولو ژغورلي دي.

کورنوی چارو وزارت وايي، په دغه عملیاتو کې پولیس ځواکونو او ملکي وګړو ته هېڅ ډول زیان نه دی اوښتی.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي