۰
ولسمشر غني خلکو ته!

د احتکار کوونکو او جلابانو په خبرو تشو آوازو مه تېروځۍ، د خوراکي توکو له کمښت سره نه مخ کېږو

سی شنبه ۲۷ حوت ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۳۳
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د خوراکي توکو د بیو د لوړوالي په غبرګون کې پر خلکو غږ وکړ، چې د احتکار کوونکو او جلابانو په تشو اوازو تېر نه وي.
د احتکار کوونکو او جلابانو په خبرو تشو آوازو مه تېروځۍ، د خوراکي توکو له کمښت سره نه مخ کېږو
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د خوراکي توکو د بیو د لوړوالي په غبرګون کې پر خلکو غږ وکړ، چې د احتکار کوونکو او جلابانو په تشو اوازو تېر نه وي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ولسمشر غني، چې نن په همدې تړاو ولس ته د یوه پیغام له لارې و ویل، خلک دې د خوراکي توکو د کمښت بې ځایه تشویش نه کوي، ځکه افغانستان د دغه توکو له کمښت سره نه مخ کېږي.

ښاغلي غني زیاته کړه، چې همدا نن یې د دولت له ستراتېژیکو زېرمو څخه د ۲۴ زره ټنه غنو د ایستلو امر ورکړی، تر څو اړمند کسانو ته ورسېږدي.

ولسمشر غني زیاته کړه، چې په نېږدې راتلونکې کې به ۷۵ زره ټنه غنم له هند څخه راورسېږي او دغه راز به پنځوس زره ټنه غنم افغان سوداګر له هند څخه وپېري.

همدارنګه په وینا یې همدا اوس د افغانستان بندرونو ته په غوړو بار زر موټر رسېدلي دي.

ولسشمر غني وايي، همدا اوس د افغانستان بندرونو ته په غوړو بار زر موټر رسېدلي دي  او دغه راز زر موټره خوراکي توکي د حیرتان، شېرخان او تورغنډۍ بندرونو ته د رسېدو په حال کې دي.

ښاغلي غني دا هم و ویل، چې د هېواد ټول بندورنه به ۲۴ ساعته خلاص وي او زیاته یې کړه«ما نن مالیې او بهرنیو چارو وزارتونو ته امر کړی، چې له دغه ګډوډۍ څخه چې اقتصادي بنسټ نه لري ټولو سوداګرو د لومړنیو توکو د پېرلو بېړني او عاجلې اسانتیاوې برابرې کړي.»

همدارنګه ولسمشر زیاته کړه، چې افغان حکومت له چین، هند او ځینو نورو هېوادونو سره هم د درملو د واردولو په اړه خبرې کړې دي او کار پرې روان دی تر څو هېوادوال د درملو له کمښت سره مخ نه شي.

ولسشمر د خپل پیغام په پای کې یو ځل بیا خلکو ته ډاډ ورکړ، چې د دولت ټول بنسټونه د اقتصادي ثبات، د بیو د کنټرول او کافي اندازه خوراکي توکو د عرضه کولو لپاره لاس په کار شوی دی، نو ځکه یې په وینا ولس باید د احتکارکونکو او جلادانو په تشو آوازو تېر نه وځي.

ولسمشر غني دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې د کرونا ویروس له وېرې خلکو پرون په کابل ښار کې د توکو د پېرولو باندې لاس پورې کړ او دا کار د دې لامل شو، چې ځینې هټۍ وال او سوداګر د یوې بوجۍ اوړو بیه ان ۳ زره افغانیو ته پورته کړي.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي