۱
ولسمشرغني:

نړیوال دې سولې ته د طالبانو او د هغوی د ملاتړو په لېوالتیا بیا کتنه وکړي

چهارشنبه ۶ اسد ۱۴۰۰ ساعت ۱۵:۳۹
افغان ولسمشر محمد اشرف غني پر نړیوالې ټولنې غږ کړی او ترې غوښتي یې دي، چې سولې ته د طالبانو او د دغه ډلې د ملاتړو په لېوالتیا بیا کتنه وکړي.
نړیوال دې سولې ته د طالبانو او د هغوی د ملاتړو په لېوالتیا بیا کتنه وکړي
افغان ولسمشر محمد اشرف غني پر نړیوالې ټولنې غږ کړی او ترې غوښتي یې دي، چې سولې ته د طالبانو او د دغه ډلې د ملاتړو په لېوالتیا بیا کتنه وکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي غني دغه څرګندونې نن چهارشنبې د زمري ۶ مه د څارنې او همغږۍ د ګډ بورډ په غونډه کې وکړې.

ولسمشر غني زیاته کړه، چې د نړیوالو تروریستي شبکو په ځانګړې توګه د جیش محمدي، لشکر طیبه او داعش پراخ نفوذ جګړې ته نوي سیمه‌ییز او نړیوال اړخونه ورکوي.

هغه و ویل«موږ له نړیوالې ټولنې غواړو، چې د طالبانو او د هغوی د ملاتړو له خوا د سیاسي جوړجاړي او حل لارې منلو د لېوالتیا په روایت باندې بیا کتنه وکړي.»

ښاغلي غزني و ویل، د ماینونو ځای پر ځای کول، موټربم او ځانمرګي بریدونه، بیړني اعدامونه، غچ اخیستونکي قتلونه او جبري ودونه له بشري حقونو څخه د مکررو سرغړونو بېلګې دي چې په افغانستان کې دوام لري.

افغان ولسشمر زیاته کړه، چې د نړۍ اسلامي علماو د طالبانو له خوا پیل شوې جګړه ناروا بللې وايي، دا جګړه هېڅ دیني او مذهبي اړخ نه لري.

ولسمشر محمد اشرف غني یو ځل بیا ټینګار وکړ، چې د طالبانو لپاره یوازینۍ لار د ټول ولس په خوښه سیاسي توافق دی او دغه ډله باید رښتینې سولې ته غاړه کېږدي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي