۰

ولسمشرغني له خپل ترکي سیال اردوغان سره خبرې کړې دي

پنجشنبه ۲۱ اسد ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۵۲
افغان ولسمشر محمد اشرف غني له خپل ترکي سیال رجب طیب اردوغان سره د دوه اړخیزو اړیکو تر څنګ پر افغان سوله خبرې کړې دي.
ولسمشرغني له خپل ترکي سیال اردوغان سره خبرې کړې دي
افغان ولسمشر محمد اشرف غني له خپل ترکي سیال رجب طیب اردوغان سره د دوه اړخیزو اړیکو تر څنګ پر افغان سوله خبرې کړې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ښاغلي غني او ښاغلي اردوغان تلېفوني خبرې پرون چهارشنبې د زمري ۲۰ مه شوې او ښاغلي غني د ترکیې په انتالیا او ادانا ښارونو کې د اور لګېدو له امله رامنځ ته شویو ځاني او مالي زیانونو په اړه خواشني ښودلې.

ښاغلي غني د دې تر څنګ د ترکیې د اصولي دریځ او په افغانستان کې د طالبانو ډلې له لورې د تاوتریخوالي زیاتولو په اړه د دغه هیواد د اندېښنو قدرداني وکړه.

ولسمشر غني په افغانستان کې د عادلانه او تلپاتې سولې د راوستلو په برخه کې یې په سیمه کې د ځواکمن اسلامي هیواد په توګه د ترکیې رول ارزښتناک وباله.

په ورته وخت ولسمشر اردوغان په افغانستان کې د طالبانو ډلې له لورې د تاوتریخوالي پر زیاتولو اندېښنه څرګنده کړې ده.

نوموړي ویلي، د ترکیې حکومت او خلک د افغان ولس تر څنګ ولاړ دي، باید په افغانستان کې تاوتریخوالی پایته ورسېږي د تلپاتې او عادلانه سولې د تامین په موخه سیاسي حللاره پیدا شي.

د ترکیې ولسمشر زیته کړې، چې د افغانستان وضعیت څاري او د تاوتریخوالي پایته رسولو او د عادلانه او پایداره سولې د تامین په موخه به خپلې ټولې هڅې وکړي.

د دغې ټلیفوني مکالمې په پای کې د افغانستان او ترکیې جمهوررئیسانو د دواړو هیوادونو ترمنځ په بېلابېلو برخو کې د اړیکو او همکاریو د پراختیا په اړه هم خبرې وکړې.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي