۰

ولسمشرغني ایران ته ولاړ

پنجشنبه ۱۴ اسد ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۵۷
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ د ایران په رسمي بلنه دغه هېواد ته ولاړ.
ولسمشرغني ایران ته ولاړ
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ د ایران په رسمي بلنه دغه هېواد ته ولاړ.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ولسمشر غني او ورسره پلاوی نن پنشنبې د زمري ۱۴ مه ایران ته تللی او هلته به د دغه هېواد د نوي ولسمشر ابراهیم رییسي د لوړې په مراسمو کې هم ګډون وکړي.

ارګ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، له ښاغلي غني سره په دغه سفر کې د هغه دویم مرستیال سروردانش، د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر، د ولسمشرۍ د عالي مقام د دفتر عمومي رییس متین بیک ملتیا کوي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې ښاغلی غني به له خپل ايراني سيال ابراهيم رئيسي سره د ليدنې ترڅنګ د دغه هېواد د پارلمان له مشر او نورو چارواکو سره ليدنې وکړي.

سرچینه وايي، ولسمشر غني به په دې سفر کې له براهیم رئیسي سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو لا زیاتې پراختیا او همکاریو په اړه هم خبرې وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي