۰

کندوز کې یو غل وژل شوی او درې نیول شوي دي

چهارشنبه ۲۸ حوت ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۰۸
کورنیو چارو وزارت وايي، کندوز ولایت کې د پولیسو سره د نښتې پر مهال یو غل وژل شوی او درې نور نیول شوي دي.
کندوز کې یو غل وژل شوی او درې نیول شوي دي
کورنیو چارو وزارت وايي، کندوز ولایت کې د پولیسو سره د نښتې پر مهال یو غل وژل شوی او درې نور نیول شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه وزارت نن چهارشنبې د کب ۲۸ مه په خبرپاڼه کې ویلي، پولیسو په کندوز ښار کې یو لړ عملیات تر سره کړي، چې پر مهال یې یو غل وژل شوی او درې نور یې نیولي دي.

سرچینه زیاتوي، دغه غله تېره شپه په کندوز ښار کې یوې درملتونو ته ننوتي او وسلې په ګواښ سره یې له هغه دوه میلیونه افغانۍ غوښتې.

خو کله چې متوجه شوې، چې د پولیسو له خوا کلابند شوي او د پولیسو خبرداري ته یې غوږ نه دی نیولی او پر پولیسو یې ډزې کړې دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې له دې سمه سم پولیسو هم په ځوابیه ډزو لاس پورې کړی، چې په ترڅ کې یې یو غل وژل شوی او درې نور له وسلې سره نیول شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي