۰

امریکا د کرونا له خطر سره سره د سرتېرو ایستلو ته ادامه ورکوي

پنجشنبه ۲۹ حوت ۱۳۹۸ ساعت ۰۷:۴۱
د امریکا دفاع وزارت چارواکو ویلي، د کرونا ویروس له خطر سره سره دوی له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو ایستلو ته ادامه ورکوي.
امریکا د کرونا له خطر سره سره د سرتېرو ایستلو ته ادامه ورکوي
د امریکا دفاع وزارت چارواکو ویلي، د کرونا ویروس له خطر سره سره دوی له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو ایستلو ته ادامه ورکوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د پنټاګون چارواکو امریکايي رسنیو ته زیاته کړې، سره له دې چې د کرونا ویروس خطر د امریکا ګڼ پلانونه او نظامی فعالیتونه ځنډولي خو بیا به هم له افغانستان د ځواکونو وتل له مهالوېش سره سم دوام کوي.

دغه سرچینه وايي، دوی له طالبانو سره د هوکړې عملي کولو ته ژمن دي او په افغانستان کې د خپلو سرتېرو شمېر راکموي.

د یادونې ده، چې د طالبانو او امریکا ترمنځ د هوکړې له مخې باید په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو شمېر تر ۸۶۰۰ پورې راکم کړل شي.

امریکایي چارواکو څه موده وړاندې خبر ورکړ چې له افغانستان یې د ځواکونو ایستل پيل کړي دي.

امریکايي چارواکي دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې راپورونه وایي، امریکا په دفاع وزارت کې په کرونا د اخته کسانو شمېر ۸۹ ته رسېدلی دي.

د پنټاګون چارواکو ویلي چې په اخته کسانو کې ۴۹ یې نظامیان او پاتې د پنټاګون ملکي کارکوونکي دي.

ځینو سرچینو بیا ویلي چې اصلي شمېرې تر دې هم لوړې دي او د امریکا د دفاع وزیر او مرستیال یې ځانونه قرنطین کړي دي او ټولې چارې له لرې مخ ته وي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي