۰

حکومت د کرونا د خپرېدو د مخنیوي په خاطر یو شمېر زندانیان خوشي کوي

دوشنبه ۴ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۰۷:۵۴
افغان حکومت وايي، د کرونا ویروس د خپرېدو د مخینوي او احتیاطي تدابیرو په موخه یو شمېر بندیان او توقیف شوي کسان خوشي کوي.
حکومت د کرونا د خپرېدو د مخنیوي په خاطر یو شمېر زندانیان خوشي کوي
افغان حکومت وايي، د کرونا ویروس د خپرېدو د مخینوي او احتیاطي تدابیرو په موخه یو شمېر بندیان او توقیف شوي کسان خوشي کوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ولسمشرۍ ماڼۍ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دغه پرېکړه پرون یکشنبې د وري ۳ مه ارګ په غونده کې شوې ده.

خبرپاڼه وایي، په دغه غونده کې د هغو محبوسینو او توقیف شویو د خلاصون په اړه چې اړوندې دوسیې یې نهايي نه دي، بحث او خبرې وشوې.

سرچینه زیاتوي، په غونډه کې پرېکړه وشوه چې په راتلونکو ۴۸ ساعتونو کې دې د زندانونو چارو د تنظیم اداره او د عدلي او قضایي ارګانونو مسوولین د دغو بندیانو او توقیف شویو د خلاصون لپاره یوه مشخصه طرحه ترتیب کړي چې د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي لارښونو مطابق د کرونا ویروس خپرېدو د مخنیوي په موخه، د ازادۍ د سلب په محلونو کې لازم تدابیر ونیول شي.

په اعلامیه کې ویل شوي نه دي چې د دغو بندیانو شمېر څومره دي‌ او په دوی کې څه ډول بندیان او توقیف شوي کسان شامل دي.

افغان حکومت داسې مهال دا پرېکړه کوي چې د کرونا ویروس له کبله یو کس په بلخ کې مړ شوی او شاوخوا ۴۰ نور کسان پرې اخته دي شوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي